fbpx

حقاني له ملابرادر نه په سویل کې د بریدونو شدت غوښتی

خبریال کوئیټه / ۸ نومبر ۲۰۱۹ د طالبانو د سخت دریځي حقاني شبکې په دوهم ځل د کوئیټي شورا نه په کندهار، اروزګان ، زابل ، نیمرو، فراه ،هرات ، غزني ، میدان وردګ او بادیغیس کې د ترهه ګرو بریدونو د زیاتوب غوښتنه کړې ده .

دا غوښتنه په لمړي ځل تېره میاشت د ملا برادر او د حقاني‌ شبکې د مشرپه هغه ملاقات کې وشوه چې یوه میاشت وړاندي‌ په پېښور کې وشو .

اوس په دوهم ځل د حقاني‌ شبکې له ملا برادر او د کوئیټې له شورا نه دا غوښتنه بیا ترکرار کړې ده .

د کوئیټې شورا یوه غړي خبریال ډاټ کام ته وویل چې د حقاني‌شبکې مشران داسي‌ فکر کوي چې ګواکې دافغانستان په سویل لوېدیځ کې بریدونه په لوی لاس نه کېږي .

دوی وايي‌ چې په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې باید د بریدونو سلسله ګړندۍ شي .

حقاني‌ شبکه داسي‌انګېري‌چې ګواکې د افغانستان په جنوب او جنوب لوېدیځ کې د طالبانو بریدونه موثر نه دي .

دا غوښتنه د دوهم ځل لپاره بیا په داسي ‌مهال کې تکرارېږي چې له یوه لوري په چین کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو د پیل کېدو خبره کېږي‌،او له بله لوري ملا برادر په پاکستان کې له ګڼو طالب قواندانانو سره لیدلي‌ دي‌او هڅه کوي چې د افغان حکومت په زندان کې قید انس حقاني‌ د یوې تبادلې په ترڅ کې خوشي ‌کړي . 

د حقاني شبکې ځیني ‌مشران فکر کوي چې د طالبانو د سیاسي‌ دفتر مشر ملا برادر د سولي ‌پلوی دی او ښايي په لوی لاس یې د جګړې نه مخه اړولې وي ، خو د طالبانو ویندویانو بیا بیا دا خبره کړې چې طالبان د یوه امر تر امر لاندي کار او فعالیت کوي .

که څه هم د طالبانو ویندویانو د حقاني‌ شبکې د مشرتابه له لوري‌پر ملا برادر او کوئیټې شورا باندي د بریدونو په تړاو تر اوسه څه نه دي‌ویلي‌، خو په قطر کې طالب سرچینو خبریال ویب پاڼې ته تایید کړه چې د حقاني ‌شبکې مشرتابه په پاکستان کې له ملا برادر سره لیدلي‌ او پر مهمو موضوعاتو یې خبري ‌کړي‌ دي‌.

د طالبانو حقاني ‌شبکه چې له پاکستاني ‌استخباراتو سره په اړیکوتورنه بلل کېږي تر ډېره بریده دافغانستان په ختیځ او پلازمېنه کابل کې بریدونه کوي چې د هم دې عمله د امریکا د متحده ایالاتو له لوري‌په ترهه ګره ډله پېژندل شوې ده .   

Your SEO optimized title page contents