fbpx

ښځه ولې د نارینه د هرې سپکې سردی؟

خبریال کابل / ۸ نومبر ۲۰۱۹– تاسو به ډېر کله له هر نارینه د غوسې یا هم د لفظي او فزیکي شخړې پر مهال حتماً ښکنځلې اورېدلي وي.

که مو پام شوی وي، ډېر کله چې نارینه غوسه وي، که هغه پر هر چا غوسه وي، خو د غوسې پر مهال په ښکنځلو کې ښځه ډېره یادوي.

ځینې آن کوم کار چې ترې خرابیږي او نه جوړیږي هغې ته هم د مور، ښځې، خور یا لور ښکنځلې کوي.

ولې ښځه د نارینه د هرې سپکې سر دی!؟

ولې نارینه ته ښځه د انسانانو له مخلوق نه ښکاري؟

ډېری نارینه ښځو ته آن د انسانې په سترګه نه ویني او ځیني خو ورته بیا له ځانه هم څو درجې ټیټ ارزښت ورکوي.

ځیني بیا له ښځو سره داسې چلند کوي، چې ګوندې دا انسانه نه ده، خو هسې، د انسانانو په شکل ورته ښکاري، نو ځکه یې ښځه  د هر ډول زور، ظلم او هرې سپکې او بدې خبرې ښکار ده.

دلته خلک د ښځې د نوم په اخیستو شرمیږي او دا د ځان لپاره یو عار ګڼي، چې نور نارینه یې د ښځې، لور، مور یا هم خور نوم یاد کړي، خو بیا همدغه نارینه د غوسې یا شخړې پر مهال ښځه باد باد کوي، د ښځې نوم اخیستل عار ګڼي خو ښځې ته ښکنځلې کول، سپکې ویل او له چوکاټه وتلو خبرو باندې یې یادول هېڅ عار نه ګڼي.

ځیني نارینه له نورو هغو غواړو چې د دوی د ښځو احترام دې وشي، خو خپله له نورو هغو سره د غوسې او شخړې پر وخت د هغوی  ښځې په سپکه یادوي.

په ښکنځلو کې د ښځینوو په سپکه بادول د ډېوو نارینه وو بیخي عادت ګرځېدلی، تر دې چې پر خواله رسنیو کې هم جونو او ښځینه وو ته ښکنځلي کیږي.

او ځینو ته بیا د مور، خور، ښځې او لور ښکنځلې کیږي.

ولې زموږ ټولنه کې ښځو ته درناوی نشته؟

ولې د نارینه وو د تېروتنو له امله ښځو ته سپکې کیږي؟

د نارینه وو دغه چلند، چې په عادي خبره هر چا ته او هر څه ته ښځه په سپکه یادوي د ماشومانو روزنه خرابوي او تر هر څه د پام وړ، دا چې د ټولنې اخلاق خرابوي.

اسلام څومره چې په فردي او ټولنیز ژوند کې ښځې ارزښت ورکړی، هومره یې نارینه ته نه دی ورکړی.

په اسلام کې یو چا ته ښکنځل کول فسق ګڼل شوی، او بیا ښځې داسې په بده او سپکه یادول به څومره لویه ګناه وي.؟

او په تېره بیا هغه ښځې چې ټولې ساوې په څلور دېوالونو کې باسي او اخلي.

ژوند یې که ښه وي که بد، خو په پټه خوله یې په ځلورو دېوالونوکې په حیاء تېروي.

ای وروڼو!

ولې هغه ښځې چې چا یې ان څادر هم نه وي لیدلی، د خپلې غوسې د سړولو لپاره هغه پر بدو او سپکو یادوﺉ.

ولې پر دې خبرو خپل او د ټولنې اخلاق تخریبوﺉ؟

دا بد عادت مو ورک کړﺉ، ښځه هم انسانه ده، خپل شاوخوا ته مو وګورﺉ، ښځو څومره ستاسې شاوخوا ته ښکلا ورکړې، ولې دا ښکلا په بده یادوﺉ.؟

دا ښکلا درته ولې دومره سپکه ښکاري.؟

د دې ښکلا د سپکولو او تخریبولو پر ځای پرېږدﺉ، چې دا ښکلا نوره هم ډېره شي. پرېږدﺉ چې دا ښکلا مو پر شاوخوا خوشبوی ولوروي.

پرېږدﺉ چې دا ښکلا مو شاوخوا ښکلې او معطره کړي.

پرېږدﺉ! چې ښڅه هم بې له کومې اندېښنې او ډاره د ژوند پاتې څو ساه ګانې پر دې خړه ځمکه په ارامه واخلي.

لیکواله: امنه خان عزیزي 

          

Your SEO optimized title page contents