fbpx

هند یو نوی اټومې سرګولولې لرونکی مزايل ازمويې

خبريال ويبپاڼه ٢٠١٩ نومبر ۸اپورونه وايي ، چې دا توغندی به د انډرا پردیش سواحلو ته څیرمه د اوبو لاندې د پلیټ فارم په مرسته وازمويل شي.

د یوه بهرني خبري اژانس په وینا،هند به په راتلونکې جمعه کې د 3500 کیلو میتره په واټن يو لري ويشتونکی اټومی توغندی و ازمویی.

د راپور په وینا ، توغندی به د انډرا پردیش ساحل ته څیرمه د اوبو لاندې پلیټ فارم په مرسته و ازمویل شي. چې ددې توغندي په اړه د هند هوای او سمندري ځواکونو هم خبرداری ورکړلی دی. چې د K-4 په نامه توغندی تر 3500 کیلو میتره پورې لري هدف ویشتلی شې او دغه توغندی کولای شي اټومي سرګولولې هم له ځان سره وليږدوې. پدې توګه دا توغندی د انټرکانټینینټل اټومي توغندیو په نوم هم پیژندل کیږې.

په راپور کې ویل شوي ، چې هند د 700 کیلومترو په واټن په يوه بل لري واټن ويشتونکی، توغندي BO5 باندې هم کار کوي او په پام کې لري چې په راتلونکو څو اونیو کې ٣ دانې برهماس توغندي و ازمويي.

يادونې وړ ده د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د تېر مارچ پر ۲۷مه نېټه اعلان وکړ چې دوی په فضا کې یوه سپوږمکۍ په مزایل ویشتلې، او له دې ازموینې وروسته هند اوس یوفضایي ځواکدی.

خو د امريکا فضايې ادارې( ناسا) مشر جېم برایډن سټاین وايې، د ویشتل شوې سپوږمکۍ ۴۰۰ ماتې ټوټې اوس هم په فضا کې پاتې دي، او دا وېره شته چې ځینې یې له نړیوال فضایي مرکز سره وجنګېږي.

د هغه په وینا، د هند له دې ازموینې وروسته نړیوال فضایي مرکز ته ور پېښ ګواښ ۴۴ سلنه لوړ شوی دی.

د هند حکومت له دغه اعلان یوه ورځ وروسته د امریکا د دفاع مرستیال وزیر هم خبرداری ورکړ چې دا ډول کړنې په فضا کې ګډوډي رامنځته کولی شي.

خو هند دا نیوکې ردوي او وایي، ازموینه یې د ۳۰۰ کیلومترو په لوړوالي یا ارتفاع ترسره کړې، ځکه نو دا وېره نشته چې د ویشتل شوې سپوږمکۍ ټوټې دې تر نړیوال فضایي مرکزه ورسېږي.

خود چاروشنوونکي وايې چې دا به د پاکستان لپاره يو بد خبر وي او هند په دې سره غواړې په دغسې کړنو خپل زور کاونډی سيال پاکستان ته وښايې.

د يادونې وړه ده؛ چې دهند له خپلواکۍ او د انګريزانو پواسطه د پاکستان تر زيږيدلو را ورسته ددې دواړو هيوادونو ترمنځ مناسبات ترينګلي او ان دوه ځلې يې د کشمير په سر سختې او خونړۍ جکړې هم کړي دي.

Your SEO optimized title page contents