fbpx

مه پرېږدﺉ چې د یو ماشوم مود زده کړو دروازه وتړل شي!

خبریال کابل /۸ نومبر ۲۰۱۹ – نن سبا د خصوصي ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو د جوړېدو بازار په ښارونو کې ښه ګرم روان دی، تقریباً د ښار په هره کوڅه کې یو ښوونځی او ښوونیز مرکز شته،ځینې وخت خو ان کورنۍ هم په دوه لارو کې بند پاتې کېږي چې کوم یوه ته یې خپل اولادونه د زده کړو لپاره ولېږي.

مګر د همدې ښار نه یو څو کیلو متره لیرې په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې بیا کوچنیان هلکان او نجونې د ښوونځیو د نشتوالي او د زده کړو په برخه کې د اسانتیاوو او فرصتونو نشتوالي له امله له خپل دغه اساسي حق نه چې زده کړه ده بې برخې دي.
یو څه وخت مخکې مې په خپل کلي کې میندې وپوښتلې: سربېره پر دې چې د زده کړو له اهمیت نه باخبره دي او مینه هم ورسره لري، خو بیا هم خپل  زامن او لوڼې ښوونځیو ته نه لېږي؟
ټولو یې د ښوونځیو، مسلکي استادانو او په دې برخه کې د اسانتیاوو او فرصتونو له نشتونه راته زړه وخوړ.
ویل یې اولادونه یې ښوونځي ته تلل، مګر  د خراب درسي بهیر له امله یې بېرته راوګرزول.
د کلیو او لرې پرتو سیمو د ماشومانو له خپلو اساسي حقونو نه بې برخې کېدلو لامل د دوی په وړاندې زموږ او ستاسو طبقاتي تبعیض او له کلیوالي لرې پرتو سیمو سره توپیري چلند دی.

زموږ د ښوونې او روزنې، بشر حقونو، د ماشومانو د ملاتړ ادارو، او داسې نورو ټولو ادارو او ارګانونو فعالیتونه یوازې تر ښارونو محدود دي، حال دا چې د لیرې پرتو سیمو ماشومان د دې ډېر حقدار دي چې کار ورته وشي، ځکه دوی هم د دې هېواد تبعه او راتلونکی دي.
او دا هېواد یوازې د ښار د ماشومانو په تعلیم د پرمختګ په لور ګامونه نه شي اخیستی.
که خبره د هېواد د ابادۍ او پرمختګ شي، نو د لرې پرتو سیمو خلک په کې نسبت د ښار اوسېدونکو ته ډېر سهیم دي. زموږ د هېواد اقتصاد تر ډېره په کرنه او صنعت ولاړ دی، چې دغه کرنه ټوله په کلیو او لرې پرتو سیمو کې کېږي، صنعت مو هم د کلیوالي سیمو د مېرمنو پېشه ده، نن چې زموږ د هېواد تولیدات په بهرنیو بازارونو کې نوم لري ټول یې د دوی د خواریو پایله ده، د هېواد د پوځ او ساتونکو ډېره برخه هم د همدې کلیو ځوانان تشکیلوي.

مګر سربېره پر دې هم زموږ پاملرنه دغو سیمو ته کمه ده او څرنګه چې په کار ده هغسې کار مو نه دی ورته کړی
یو ځای مې لوستي و (د خپلو خوبونو پسې لاړ شﺉ، خو دا مه هېروۍ چې له کومه ځایه راغلي یاست)
زموږ ځوانان او پېغلې هم چې پرمختګ وکړي او یو مقام ته ورسېږي، نو په ښارونو کې واړوي، خپل کلی او سیمه هېره کړي، پر ځای د دې چې ورته کار وکړي.

موږ او تاسو ټول دا مسؤولیت لرو: چې د خپلو ولسوالیو او کلیو په وړاندې توپیري چلند ته نه ووایو، د خپلې سیمې هرې ستونزې ته انعکاس ورکړو، د ښارونو پر ځای په کلیو کې د ښوونې او روزنې لپاره کار وکړو، ښوونیز مرکزونه جوړ کړو، د زده کړو په برخه کې د شته ستونزو او خنډنو له منځه وړلو لپاره لاس په کار شو.
مه پرېږدﺉ چې د یو ماشوم پر مخ هم د زده کړو دروازه وتړل شي!
کله چې د یو ماشوم پر مخ د زده کړې دروازه تړل کېږي، لس ګامه مو ټولنه شاتګ او زیان کوي.

حلیمه عزیزي

Your SEO optimized title page contents