fbpx

په اشوان د ډهلي لوبډلې سره سودا وشوه

خبریال ډاټ کام/۸ نومبر ۲۰۱۹- دکینکز الیوان پنجاب لوبډلې لخوا په ریوي چنډران اشوان باندې له ډهلي کيپټلز لوبډلې سره سودا یا معامله وشوه او په بدل کې یې ډهلي لوبډلې هغوی ته ورو توپ اچونکی جې سوچیت تبادله کړ.

 اشوان چې په ۲۰۱۸ کال ای پي ایل نیلامۍ کې یې قیمت ۷،۶ کروړه هندۍ کلدارې و،په همدې قیمت ورسره سودا شوې او ډهلي لوبډله به پیسې ورکوي . په بدل کې یې جې سوچیت ډهلي لوبډلې ته د ځای ناستي لوبغاړي په ځای په شل لکه هندۍ کلدارې را نیول شوی،او یادې پیسې به  پنجاب لوبډله سوچیت ته ورکوي.

ددغې تبادلې یا سودا د تصدیق په اړه به ای پي ایل اداره په تړون خط مهر یا سټمپ هم ولګوي.

ډهلي کيپټلز لوبډله لا وړاندې د اشوان سره تړون ته نږدي شوي وه، خو د دوی ترمنځ ځنډ هغه مهال مخې ته راغی چې کینکز الیوان پنجاب لوبډلې د هند لوبډلې پخوانی مشر انیل کمبل د نوي ډایریکټر په توګه په دنده وګماره. کمبل هڅه دا وه چې اشوان پخپله لوبډله کې وساتي،خو پخپله اشوان د دوو پړاونو سیالیو ترسره کولو وروسته نور نه غوښتل چې پنجاب لوبډلې سره پاتي شي.

د معلوماتو له مخې چې کینکز الیون پنجاب لوبډلې د ریوي چنډران اشوان په بدل کې لومړۍ غوښتل چې د ډهلي لوبډلې څخه نیوزیلینډی چټک توپ اچونکی ټرنټ بولټ لاسته راوړي. خو دواړو خواو په جې سوچیت سره هوکړه وکړه ټرنټ بولټ پخپله نه غوښتل چې له ډهلي لوبډلې سره لار جدا کړي. که څه هم په ای پي ایل کې د قرار داد له مخې لوبغاړی ددې واک نه لري چې د سودا په برخه کې مداخله یا خبرې وکړي.

د پنجاب لوبډلې مشرې نیس وادیه ویلي پدې ډیل درې واړه،پنجاب،ډهلی او اشوان خوښ دي.

 د یادولو وړ ده چې ۳۳ کلن اشوان په لومړي ځل په ۲۰۰۹ کال  ای پي ایل سیالیو کې راښکاره شو او په ۱۳۹ ای پي ایل سیالیو کې یې ۱۲۵ ویکټې اخیستي دي.

نوموړي لدې وړاندې د چنای سپر کینکز لوبډلې لپاره هم لوبې کړي دي او په تیرو دوو پړاونو کې د کینکز الیون پنجاب لوبډلمشر پاتي شوی دی.خو یادې لوبډلې ته یې مخ تګ نه و،ور په برخه کړئ.

کینکز الیون پنجاب هغه لوبډله ده چې مجیب ځدراڼ هم ورسره لوبیدلی او ښې لوبې یې ورته کړي دي.

پدې وروستیو کې د یادې لوبډلې سپانسرې او فلمي لوبغاړې پریټی ذېنټا په یوې لنډې ویډیو کې د مجیب څخه مننه کړې چې هغې سره یې د پښتو ژبې زده کولو کې مرسته کړي ده.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو لپاره د لوبغاړو نیلامي به د دسمبر په نوولسمه نېټه کلکتې ښار کې ترسره شي.

داسې هم ویل شوي چې دا ای پي ایل سیالیو د پرانیستې مراسم چې هر کال به ترسره کیدل،نور ترسره نشي. هند کریکټ بورډ په وینا چې دا د پیسو ضایع ده.

په ای پي ایل سیالیو کې د لوبغاړو تبادله د راتلوونکي اوونۍ د نومبر په څوارلسمه نېټه پای ته رسیږي. او یوه لوبډله هم نشي کولی چې د لوبغاړو په سر سودا یا تبادله وکړي.

Your SEO optimized title page contents