fbpx

کمېسیون: د لومړنیو پایلو اعلان ښايي بیا له ځنډ سره مخ شي

خبریال وېبپاڼه / ۸ نومبر ۲۰۱۹ – د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله وایي، ستونزو ته په کتو دوی فکر نه کوي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې په ټاکل شوې نېټه اعلان کړي.

مولانا عبدالله په داسې حال کې د لومړنیو پایلو د ځنډ خبره کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهالوېش له مخې ټاکل شوې چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د روانې عقرب میاشتې پر ۲۳ مه نېټه اعلان شي، خو کمېشنر عبدالله وایي، کاري ظرفیت او ځینو نورور ستونزو ته په کتو سره ممکن پایلې یو ځل بیا له ځنډ سره مخ شي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې تر دې مهاله د ۸۴۹۴ مرکزونو د رایو د بیا شمېرنې په هدف کوم عملي ګام نه دی پورته شوی چې له همدې کبله هم ښایي پایلې له ځنډ سره مخ شي.

نوموړی په داسې مهال خپلې څرګندونې کوي چې، پرون د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء مشر حبیب الله ننګ هم وویل چې ټاکل شوې ۸۴۹۴ رایې له سره وشمیري چې له همدې کبله ډیری ولایتونو ته د دوی د پلاوي سفرونه پیل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش هم د ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او په اړه یې ویلي دي چې د ټاکنو کمیسیون دې د پایلو د اعلان په برخه کې د سیاسي ډلو او اجزابو تر اغېز لاندې نه راځي.

نوموړي، له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل چې ژر تر ژره دې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

بلخوا د فغانستان د ټاکنو شکایتونو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې هم پر خپل وخت او نېټه د ټاکنو د لومړنیو پایلو پر اعلان ټینګار کړی دی.

بیان شینوارې وایي چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو ځنډول له قانون سرغړونه ده، چې دې کمېسیون او ولس ته د منلو وړ نه ده.

د ټاکنو شکایتونو خپلواک کمېسیون هم د لړم ٢٣مه چې د ولسمشرۍ ټاکنو د اعلان نېټه ټاکل شوې، او پر خپل وخت او نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو پر اعلان تاکید کوي.

په لومړیو کې ویل کېدل چې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدایي پایلې به د تلې میاشتې پر ۲۷ مه نېټه اعلان شي، خو هغه مهال د ټاکنو کمېسیون د ابتدایي پایلو د ځنډ له کبله رسمآ بښنه وغوښته، او وی ویل چې د پایلو د ځنډ لامل تخنیکي ستونزې وې.

په عمومي توګه د ټاکنو د پایلو د ځنډ په اړه د کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ بیا ویلی و، چې دوی د هیچا او نه هم د کومې ډلې د فشار لاندې نه دي، بلکې د بایو مېټریک سېستم انتقال، په هغې کې تخنیکي ستونزې او د درملوګ کمپنۍ سره د قرارداد په برخه کې د یو لړ ستونزو له کبله د لومړنیو پایلو اعلان لاهم نه دی شوی.

Your SEO optimized title page contents