fbpx

اسټرالیاوۍ لوبډلې پاکستان څخه سیریز وګاټه

خبریال ډاټ کام/۸ نومبر ۲۰۱۹- د اسټرالیا په کوربتوب د درې شل اوریزو لوبو سیریز په وروستۍ لوبه کې هم د پاکستان کریکټ ملي لوبډله د اسټرالیاوۍ لوبډلې لخوا له سختې شرموونکي ماتي سره مخ شوه.

دغه سیالي چې د اسټرالیا په پرت لوبغالي کې ترسره شوه، پکې لومړۍ پاکستان د توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۰۶ منډې جوړې کړې.

پاکستانۍ لوبډلې غوښتل چې اسټرالیاوۍ لوبډلې ته یو ښه هدف ورکړي.خو د اسټرالیا د چټکو توپ اچوونکو لخوا تر سخت فشار لاندې راغلل او ویې نشول کولی چې خپل هدف ته ځان وراسوي.

د اسټرالیا لخوا توپ اچونه کې مېچل سټارک او ایبټ دوه-دوه، ریچارډسن درې او همداشان اګر یو لوبغاړی وسوځاوه.

د پاکستان لخوا توپ وهنه کې یوازې افتحار احمد ۴۵ منډې جوړې کړې. بل هیڅ لوبغاړی تر څوارلسو پورته منډو په جوړولو بریالی نشو.

ټاکلي هدف په تعقیب کې اسټرالیاوي بریدګرو اوپنرانو ډیويډ ورنر او ارون پینچ بریدګر پیل ورکړ او له پاکستاني توپ اچوونکو یې لاره بې درکه کړه او دواړه لوبغاړي تر اخیره ونه سوځیدل. ټاکلی هدف یې د دوولسم اور په پنځم توپ سره ترلاسه او په لسو ویکټو یې سخته ماتي ورکړه. او پدې سره یې د شل اوریزو لوبو سیریز هم پخپل نوم کړ.

ورنر د دوو شپږیزو او څلورو څلوریزو په مرسته په ۳۵ توپونو (۴۵) ناسوځیدلې منډې وکړې او همداشان پینچ بیا ۳۶ توپونو (۵۲) ناسوځیدلي منډې وکړې. څلور څلوریزې او درې شپږیزې یې ووهلي.

د اسټرالیا سفر ته روانیدو وړاندې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني توپ اچونکي شعیب اختر خپلو چټکو توپ اچوونکو ته ویلي و،چې اسټرالیاوي لوبغاړي په بونس او اوچتو توپونو سرونو او اورمیږنو ته وولي.

لدې وړاندې د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ لومړۍ سیالي د اورښت له کبله بې پایلې اعلان شوي وه، دوهمه سیالي اسټرالیا په اوو ویکټو او وروستۍ یې په لسو ویکټو ترې وګټله.

د یادلو وړ ده چې سېن ایبټ د سیالۍ غوره لوبغاړی او سټیو سمهت د سیریز غوره لوبغاړی ونومول شو.

ټاکل شوي لدې وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ ترسره شي چې لومړۍ لوبه به د نومبر له  ۲۱مه نېټې پیل شي.

Your SEO optimized title page contents