fbpx

که د ځمکې څرخ ودرېږي څه به پېښ شي ؟‌

خبريال کابل/ ۹ نومبر ۲۰۱۹-  ايا تر اوسه مو د ځمکې د درېدا په اړه فکر کړﺉ؟ د ورته پیښې احتمال په راتلونکو څو ملیارد کلونو کې واقعیا صفر دی ، مګر که چیرې دا صفر یوه شي؟ څه به پيښ شې؟ ایا تاسو کله هم د دې په اړه فکر کړی او تاسو پوهیږئ چې زموږ او د ځمکې ټولو نورو مخلوقاتو سره به څه پیښ شي که چیرې ځمکه خپله ګرځيدنه ودروې ؟

د خوځیدونکي فضا سرعت به په ساعت کې د 1100 مایله ته ورسيږې . د ځمکې ټول مخ به پاک شې انسانان، حيوانا او هیڅ شی به نور په خپل حالت پاته نشې ، پدې معنی چې ډبرې ، سطحي خاوره ، ونې ، ودانۍ ، به هوا(اتموسفير) ته والوزي او هر څه به هلته پکې ورک شې.

که دا پروسه په ملیاردونو کاله ورو ورو پیښه شي ، نو وضعیت به خورا توپیر ولري او ډیر احتمال شتون لري چې لمر او سپوږمۍ به په آخر کې په ځمکه کې ورک شي. که چیرې دغه دوره په هرو 365 ورځو کې یو ځل ته ورسيږې ، نو هره ورځ او شپه په ځمکه کې يو کال ته ورسيږي.
دا د سپوږمۍ وضعیت ته ورته دي ، د سپوږمۍ په هر اړخ کې 2 اونیې شپه، او 2 اونۍ ورځ وي ، او دا د ځمکې لپاره ‘ودریدونکی’ حالت نه دی ، مګر د فزیک قوانینو ته نږدې دی، چې ځمکه ته دګرځیدو ته اجازه ورکوي

که چیرې گردش په بشپړ ډول ودريږي؟…

حتی په هرو 365 ورځو کې یو ځل هم ونه ګرځې ، زموږ هره ورځ او شپه به 2/2 کاله اوږده شې. اوکه ځمکه په 6 میاشتو کې يو ځل ورګرځې، تودوخې کچه ستاسو په عرض البلد پورې اړه لري ، او هغه سمې چې استوا ته نږدې وې خورا ګرمې وي د هغو سيمو په پرتله چې له استوا څخه لري وي او په قطبونو کې چیرې چې دلمر وړانګې ډیر ساک کیږي او د تودوخې موثریت یې لږ وي. خو دا تدریجونه به د اتموسفیر د باد را الوتو ورسته په اوږدمهالې تودوخې بدلي کړي ، هوا به قطبونو ته حرکت وکړي ، نه دا چې د اوسني موازي استوایی حالت سره سم.

په اسمان کې د لمر د ځای کلنی بدلون د ځمکې د محور او د محوري تدریج له امله سویل ته حرکت کوي. لکه څنګه چې مخکې لمر د ځمکې له ثابتو کرښو سره حرکت کول. ، تاسو به د لمر لویدو یا په اسمان کې کموالی وګورئ ، لکه څنګه چې اوس موږ ګورو چې د ځمکې له یوې نقطې څخه د ځمکې ورځنی تمرکز ته د لمر لوړوالی راځي.

د مثال په توګه ، که چیرې دا په دوبي کې +24 درجې شمال وي کله چې لمر یوازې له دې پورته وي ، نو دا به په تدریج سره افق ته راښکته شي ، مګر لکه څنګه چې لمر په خپل مدار کې 90 درجې حرکت کوي ، نو دا به بیا لویدیځ ته حرکت وکړي . لکه څنګه چې موږ ژمي ته نږدې شو ، موږ به د ځمکې په تیاره برخه کې یو. او که د ځمکې شاوخوا 180 درجې سره سفر وکړو ترڅو د لمر 1/2 اسمان ته تګ مقايسه کړو. دا یو څه کيچ کوونکی دی ، مګر که تاسو د ځمکې کره وکاروئ او سم دقيق ورته وګوري ، تاسو کولی شئ وګورئ چې دا څنګه کيږي.

لکه څنګه چې د نورو تاثیراتو سره ، د ځمکې مقناطیسي ساحه احتمال لري د پروپولشن موټرو لخوا تولید شي چې پکې څرخیدل شامل دي. که چیرې د ځمکې ګرځيدنه ودریږي ، مقناطیسي ساحه به نوره خوندي نه شي او د اوسپنې بډایه ډبرو کې د خورا کوچني عنصر له امله به لږ مقدار ته راټیټ شي. نور شمالي څراغونه به شتون ونلري او د وان ایلن تشعشعي وړانګې ممکن له مینځه ولاړې شې ، ځکه چې زموږ د کاسمیکي شعاعو او د لوړې انرژۍ نورو ذرو څخه ساتنه ښیې.

خو که يوه ثانيه ځمکه ودريږې؟

له هرڅه دمخه ، راځئ تصور وکړئ چې که یو ثانیه ودریږي نو څه به پيښ شې؟
په استوايې کې ځمکه د موټر سپرلۍ په څیر ده چې 6،670 کیلو متره (1،038 مايله) ځي او ناڅاپه بریک نسې. تاسې به پړمخې ولويږي، ټکر به شي يو له بل سره، او يا که تاسو په ودانۍ کې یاست ، تاسو به نږدې ختیځ دیوال سره ټکر شﺉ او زموږ د سیارې د جاذبې سرعت به 47 ځله تجربه کړئ. ښه خبره دا ده چې دا ممکن تاسو ونه وژني. مګر شیان به ګډوډ او بدل شي. ځمکه هم همداسې، شاید لاهم روغه پاتې شې ، مګر ځينې شیان به ګډوډ شې لکه څنګه چې ځمکه مخکې تودېږي، په کوم سرعت سره حرکت کوي ، د اتموسفیر او ټولو سمندرونو په شمول به هر څه ګډوډ شې ژمی او اوړی به بدل اوداسې نور.

ژباړه او زیاتونه : ع – د

Your SEO optimized title page contents