fbpx

فضل الرحمان: عمران خان دې خپله استعفی له ځان سره راوړي

خبریال وېبپاڼه / ۹ نومبر ۲۰۱۹ – په پاکستان کې د جمعیت علماؤ اسلام ( ف) مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وایي، تر هغې پورې به د حکومت خلاف لاریونونو ته دوام ورکړي څو پورې چې عمران خان خپله استعفی نه وي اعلان کړي .

مولانا فضل الرحمان زیاتوي، د پاکستاني حکومت سره به هغه مهال مذاکرات پیل کړي کله چې عمران خان له
دندې استعفی اعلان کړه او د نوموړي او نورو مخالفو ګوندونو غوښتنې هم پوره کړي.

مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي دي که پاکستانی حکومت دوی ته د مذاکراتو په موخه ورځي، نو دا به په دې معنا وي چې عمران خان ټاکل شوې کمېټې ته له خپلې دندې تېر شوی دی.

نوموړی وایی، حکومت په داسې حال کې قرار لري چې پرمختګ او وړاندې تګ پکې نه شي کېدلی، نو له دې ښه ده چې ولس ته خپل حقوق ورکړي.

خو بل لوری ته د فضل الرحمان د څرګندونو او غوښتنو په خلاف عمران خان ویلي دي چې مذاکراتو ته چمتو دی خو له خپلې دندې استعفی نه شي کولی.

بلخوا د مخالفو ګوندونو سره د مذاکراتو لپاره جوړې شوې کمېټې هم له عمران خان سره لیدلي دي او د روانو لاریونونو په اړه یې پشپړ معلومات ورکړي دي.

د سیمه ییزو رسنیو پر وینا یادې کمېټې ته لومړي وزیر عمران خان ویلي دي چې نوموړی به مذاکراتو ته دوام ورکړي خو له دندې استعفی نه شي کولی.

راپورونه وایي، په پاکستان کې د دفاع وزیر پرویز خټک په مشرۍ د مخالفه ګوندونو د کمېټې سره چې تر اوسه پورې د حکومتي کمېټې لیدنې شوي هیڅ پرمختګ پکې نه دی شوی.

مولانا فضل الرحمان په خپلې وینا کې په لومړي وزیر عمران خان نیوکې کړي دي او ویلي دي چې عمران خان ته به هېڅکله اجازت ورنکړي چې پر هېواد قبضه وکړي.

د نوموړي پر وینا، د اپوزیسیون ټول ګوندونه ورسره یو موټی دي چې په دې ډول په روانو لاریونونو کې ورته هیڅ ډول ستونزه نه ده پېښه شوی او لاهم په احتجاجونو بوخت دي.

مولانا فضل الرحمان د ازادۍ تر نامه لاندې د لاریونونو د پیلیدو سره سم ویلي، کله چې د دوی غوښتنې پوره شي بیا به په ارامه کېني د دې مذهبي ګوند او نورو ګوندونو تر تولو لویه غوښتنه داده چې عمران خان دې خپله استعفی اعلان کړي.

د یادولو ده نوموړي اسلام اباد ته د تګ په اړه ویلي دي چې دلته یې د لاریونونه هدف دادی چې نړیوالانو ټولنو او هېوادونو ته وښیې چې د پاکستان حکومت د دوی د ولس استازیتوب نه شي کولی

Your SEO optimized title page contents