fbpx

آیا افغانستان به وکولای شي چې نن بريا خپله کړي؟

خبریال ډاټ کام/۹ نومبر-۲۰۱۹ په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې په يو ورځنیو لوبو کې ريکارډ ښه ندی روان کړی. په اتلسو ترسره کړل شوو یو ورځنيو سيالیو کې يې یوازې څلور ګټلي او ۱۴ يې بایللي دي. ګټلې څلور لوبې يې د نړيوال جام څخه وړاندې وې.خو د نړیوال جام راپدیخوا افغانستان بيا تراوسه کومه يو ورځنۍ لوبه نده ګټلې.

 ویسټ انډيز لوبډلې ته د تیرې سيالۍ بایللو وروسته افغانستان هغه لوبډله شوه چې سر په سر لس يو ورځنۍ سيالۍ بايلي.تراوسه هم معلومه نده چې دغه ريکارډ به همداسې جاري وساتي او که ننۍ سيالۍ کې به ورته د پای ټکی کیږدي.

ویسټ انډيز سيریز ته په دغه نومول شوي لوبډله باندې هغه مهال هم د خلکو او مینه والو لخوا انتقادونه شوي وو چې ګواکې د لوبډلې لپاره لوبغاړي په واسطو اخيستل شوي او استعدادي لوبغاړي د لوبډلې څخه کيښنول شوي او دوی به د ويسټ انډيز خلاف هم ښې لوبې ترسره نکړي.

تراوسه د يو څو لوبغاړو پرته هیڅ لوبغاړي د خپل مسؤلیت مطابق د افغانستان  لوبه نده کړي.

افغانستان د پخوا په څیر بیا هم د توپ وهنې برخه له سترو ستونزو سره مخ ده. په ځانګړي توګه اوپنرانو تراوسه خپل مسولیت ندی ادا کړی.

 حضرت الله ځاځي په تيرو لسو ترسره کړل شوو يو ورځنیو لوبو کې تراوسه له ۳۴ پورته منډې ندي جوړې کړي.

له بلې خوا د حضرت الله ځاځي په پرتله لږ څه تجربه کاره لوبغاړی جاويد احمدي هم په تيرو درې ترسره کړل شوو سيالیو کې کومه ښه لوبه نده ترسره کړې.  که څه هم نوموړی یوازې ۲۴  منډو ته اړتیا لري، چې په يو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰۰ منډو ته ځان وراسوي او پدې سره به نوموړی یوولسم افغان لوبغاړی شي چې ۱۰۰۰ منډې په يو ورځنیو لوبو کې جوړوي.

له بلې خوا د لوبډلمشر راشدخان هم د افغانستان لپاره په لوبو کې ښه ندی ځلیدلی.نوموړي په تيرو اوو سيالیو کې يوازې ۳ ويکټې اخيستي دي.

افغانستان کریکټ ملي لوبډلې په تيرو لسو ترسره کړل شوو پنځوس اوریزو سيالیو کې یوازې يو ځل پدې توانيدلې چې له ۲۵۰ پورته منډې جوړې کړي.

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ دوهمه سيالي به هم نن ورځ په همغه لوبغالي او په همغه وخت پيل شي.ددې امکان شته چې په لوبډله کې به تغیرات هم راشي. ممکن د حضرت ځاځي په ځای اوولس کلن ابراهیم ځدراڼ ته په لومړي ځل په يو ورځنیو لوبو کې چانس ورکړل شي. ابراهیم ځدراڼ لدې وړاندې په لومړي ځل د بنګله دېش خلاف په ټيسټ لوبه کې راښکاره شوی و.چې ۸۷ منډې يې جوړې کړي وې.

Your SEO optimized title page contents