fbpx

په پاني پت کې خپل پت څنګه خوندي کولای شو؟ دا ګز، دا میدان ـ اریان خان

خبريال وېبپاڼه / ۹ نومبر ۲۰۱۹ – د بالیوډ پاني پت فلم به په راتلونکې میاشت کې خپور شي، دا فلم د افغانانو او مرهټیانو د هغې جګړې کیسه کوي چې د پاني پت په میدان کې پېښه شوه او افغانانو مرهټیانو ته په ماتې ورکولو سره د دې جګړې د ګټلو ویاړ په خپل نوم کړ. د پاني پت له جګړې کلونه تېرېږي، خو بالیوډ سینما اوس په دې تاریخي پېښې فلم جوړوي او غواړي د پاني پت جګړه بیا خلکو ته ور یاده کړي. هندیان به طبعاً د دې فلم په جوړولو کې هڅه کوي چې د هندیانو طبعې ته پام وکړي او هغوی به د خپلو مرهټیانو د ښه تصویر د وړاندې کولو هڅه کوي، هندیان ملتپاله او وطنپاله خلک دي او د تاریخي فلمونه د جوړولو لړۍ یې هم ځکه پیل کړې چې د هندي نشنلېزم د غوړېدو په خاطر کار وکړي.

 

افغانان له هندیانو تمه لري چې په پاني پت فلم کې د احمدشاه ابدالي توهین و نه کړي، خو هغوی ته زموږ تر تمې خپل ملي روحیه او سوداګري ډېره مهمه ده او موږ باید په دې خاطر له هندیانو خفه هم نه شو، بلکې په خپل حال افسوس وکړو، ځکه هغه وخت چې د تورې و، ابدالي موږ ته میدان وګاټه، خو نن چې د قلم او هنر زمانه ده، د ابدالي زامن نه قلم او نه هنر لري، خو له هندیانو سره هم قلم شته او هم هنر، اوس نو د هغوی خوښه ده چې د پاني پت د پېښې کوم ډول تصویر وړاندې کوي.

فرهنګي شخصیت او په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال وايي، هغوی چې يوازې د تورې زور مني، خو د هنر، فرهنګ او سينما له زوره نه دي خبر، نن بايد پوه شي چې په ۲۱ مه پېړۍ کې يوازې په خوله د ننګ او غيرت چغې او د نورو له خوا په ليکل شويو تاريخي اثارو اتکاء په درد نه خوري. خپله تاريخي مېړانه د پوهې او هنر له لارې نړيوالو ته ښکاره کول کار غواړي او د کار نتيجه بيا په ذهنونو کې حک کېدلای شي.

 

ځوان او نوښتګر هنرمند اریان خان هم وايي، موږ د سینما له لارې خپل تاریخ او راتلونکی ژغورلای شو، خو له بده مرغه په افغانستان کې دې برخې ته هېڅ پام نه کېږي. اریان خان وايي، تر ننه يې په خپل توان او امکاناتو خواري کړې ده، خو اوس د هېواد مشران او سوداګر ننګوي چې را میدان ته شي او د تشو خبرو پر ځای له ده ملاتړ وکړي چې د عمل په میدان کې نړۍ ته خپل تاریخ او حیثیت وښيي. د اریان خان په وینا په بې ځایه نیوکو او د ګرمې کمپلې لاندې په تشو کمېنټونو او لافو څه نه کیږې، موږ باید کار وکړو او د خپلو هنرمندانو او سینما ملاتړ وکړو.

 

اریا خان زیاتوي، په هند کې فلمي لوبغاړي لکه سلمان خان او شاهرخ خان په لسګونو مالي ملاتړي لري، خو په افغانستان کې د فلمي لوبغاړو مالي ملاتړ خو څه کوې چې سوداګر په دې برخه کې پانګونې ته هم زړه نه ښه کوي. اریان خان په حکومت او ملي سوداګرو غږ کوي چې د افغاني سینما ملاتړ وکړي، ځکه سینما کولای شي، ډېر بدلونونه په ټولنه کې رامنځ ته کړي. اریان خان وايي، دی چې هر ډګر ته تللی دی، د افغانستان او افغان نومیالیو خبره یې کړې ده او د افغانستان بیرغ یې اوچت کړی دی.

 

د اریان خان په وینا هنر سرحد نه لري او ده ته هم په ډېرو بهرنیو فلمونو کې د لوبېدو وړاندیز شوی چې په ځینو فلمونو کې یې لوبېدل منلي. هغه وايي هر ځای چې ځي او په هر فلم کې چې کار کوي، د افغانستان نوم به ځلوي او په داسې فلمونو کې کار نه کوي چې د افغانستان تاوان په کې وي.

په دې کې شک نشته چې د افغانستان په سینما او هنرمندانو کې بې شمېره ستونزې شته او ډېر یې داسې دي چې د دې برخې مسلکي خلک نه دي، خو دا هم واقېعت دی چې په وطن کې د سینما ملاتړ نه دی شوی، سینما او نور هنرونه یو بې ارزښته ګڼل شوي دي او د وخت چارواکو افغان فلم او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت داسې خلکو ته حواله کړی دی چې هغوی نه د هنر په کیسه کې دي او نه ډېر پرې پوهېږي، هغوی یوازې دې ته ناست وي چې د میاشتې په اخر کې معاش واخلي؛ نو په داسې یوه حالت کې د سینما د غوړېدو لپاره هیلې نشته.

 

موږ د دې پر ځای چې ګیلې او شکوې وکړو، کاش دومره وس مو درلودای چې خپله مو داسې فلمونه جوړولای، موږ د وطن د نورو برخو د ورانولو ترڅنګ خپله سینما هم ونړوله، فلم، سیریال او نورو هنرونو ته مو ارزښت ور نه کړ، د هنر او هنرمند قدر مو و نه کړ، خو د پردیو سریالونو او فلمونو په کتلو کې مو له حده ډېره خودکشه بېګانه پرستي وکړه چې د پردو هنري اثار راته تل په تول پوره، خو د خپلو هنرمندانو هنري کارونه مو مسخره کړل.

 

له دې حالته د راوتلو په خاطر په کار ده چې نور د فیل په غوږ کې خوب پرېږدو، د دې پر ځای چې په نورو پسې لاړ شو، ښه ده چې په خپلو پسې لاړ شو، خپل تولید او هنر ولرو او دا هنر د ټولنې د سمون ترڅنګ د خپل تصویر د وړاندې کولو یوه ذریعه هم وګرځوو.

 

په افغانستان کې د اریان خان په څېر ډېر ډېر داسې ځوان ستوري  لرو چې مسلکي او اساسي کار کوي، خو دا چې ملاتړ تر شا نه لري، له موږ څخه ضایع کېږي. که دې ځوانانو د کار زمینه برابره شي، بیا به موږ هم که تر نورو مخکې نه شو، حد اقل د خپلې ټولنې هنري اړتیاوې به مو پوره کړې وي.

اریان خان وايي، په پاني پت او ټولو میدانونو کې به د افغانانو پت هغه وخت ساتل کېږي چې د افغانستان د مسایلو په اړه افغانان وغږېږي، لیکل افغانان پرې وکړي، فلم افغانان پرې جوړ کړي او دا ډول د افغانستان د مسایلو مالکیت له افغانانو سره وي، په دې ډول به موږ نه مجبورېږو چې له نورو څخه تمې وکړو چې زموږ تصویر دې داسې یا هغسې نړۍ ته وړاندې کړي.

 

لیکوال: یونس رحیمي

Your SEO optimized title page contents