fbpx

چهري فلم د خپریدو نېټه اعلان شوه

خبریال ډاټ کام/۹ نومبر ۲۰۱۹- عمران هاشمي د خپل راتلوونکي فلم ’چهري’ نېټه پخپله ټولنيزه رسنۍ کې اعلان کړه.

عمران هاشمي پخپله ټولنيزه رسنۍ انسټګرام کې د چهري فلم پوسټر هم خپور کړې دی او په هغې کې يې د فلم نېټه د راتلوونکي ۲۰۲۰ کال د اپریل ۲۴ مه نېټه ښودلي ده.

نوموړي پخپل انسټګرام باندې د چهري فلم یو پوسټر هم خپور کړئ او ورسره لاندې يې ليکلي. « تاریخ ته يې وګوری!!». پدې پوسټر کې هاشمي له فلمي بيګ بوس امیتابچن سره ښکاري او په څيره کې دواړه جدي ښکاري.

په چهري نومي فلم کې کريټي کربندا د مشر رول ادا کړی.او د فلم ډایريکټري بیا رومي جعفري او د اناند پنديت لخوا تولید شوی دی.

د عمران هاشمي لخوا جوړ شوي فلم کې امیتابچن د یوه وکيل رول ادا کړی او پخپله هاشمي بیا د یوه سرمایه دار تجار رول ادا کړی دی. دا لومړۍ ځل دی چې دواړه يو ځای د سکرین په پرده راښکاره کيږي.

د يادولو وړ ده چې د چهري فلم په اړه په لومړي ځل اميتابچن د روان کال په لومړيو کې د اپريل مياشتې په يوولسمه نېټه پخپله ټولنيزه رسنۍ خبر ورکړی و او هغه مهال د عمران هاشمي،رومي جعفري او اناند پندیت تصوير يې هم ورسره  خپور کړی و.

عمران هاشمي په وروستي ځل په ’ وای چېټ انډيا’ فلم کې له شریا دهانوانتری سره يو ځای راڅرګند شوی و.

له بلې خوا فلمي ستوري امیتابچن بیا د هند په بالیووډ فلمونو کې پنځوس کاله پوره شول.نوموړی په لومړي ځل په ۱۹۶۹ ميلادي کال کې د بالیووډ په سينما کې د «ساعت هندوستاني» نومي فلم کې راڅرګند شو او يو په ياد فلم کې امیتابچن د یوه مسلمان شاعر رول ادا کړی و.

د یادونې وړ ده چې په وروستي ځل اميتابچن د «تاګس اف هندوستاني» نومي فلم کې چې ورسره امیرخان او کترینه کيپ هم شامل وو راڅرګند شوی و. په پام کې ده چې نوموړی به خپل راتلوونکي بل فلم ګلابو سیتابو کې له ایوشمن خورنا سره راڅرګند شي.

Your SEO optimized title page contents