fbpx

د ۹ کلنو وروسته خپله مور موندل

خبریال وېبپاڼه / ۹ نومبر ۲۰۱۹ – د ټولنیزو رسنیو له لارې به تاسې له ډیرو جالبو کیسو خبر شوي یاست، نن هم درته د دې رسنیو د ځواک په اړه مثبت خبر لرو هغه داچې په روم کې یوې ایټالیا مېشتې هندۍ ښځې د ۹ کولو پرله پسې مبارزو وروسته خپله مور موندلې ده.

د ګلف ټایمز د راپور له مخې نویا صوفیا په اصل کې د هندوستان په کیرالا ښار کې په ۱۹۸۴ میلادي کال د مارچ په میاشت کې زیږېدلې ده، خو هغه مهال یوې ایټالوئ جوړې دا ماشوم خپل کړی وو.

په راپور کې راغلي دي چې تسیانا او د هغه مېرمن سلوانګو په نوم دغې دوه جوړو منلې ده چې صوفیا هغه مهال د دوه کلونو وه چې دوی له ځان سره بیولې وه او ییا یې له یوه ایټالوي اوسېدونکي سره ورته واده کړی و.

نویا صوفیا هم وایي” کله چې زه ۹ کلنه وم، ما دا یو احساس وکړ جې دا زما مور او پلار نه دي ځکه زه مې نه هم د پلار، نه هم د مور په شان وم ځکه زما او د دوی ترمنځ خورا ډیر توپیر شتون درلود”.

نویه صوفیا زیاتوي، چې د نهه کلونو وروسته دې سوتین
مور په ګوته کړه او وروسته ټوله کیسه دوی ته ورسېدله چې بیا دوی هم پرېکړه وکړه چې خپله مور پیداکړي.

دغه نجلۍ وایي، چې ما له ۹ کلونو اوږدې مودې راهیسې د مور موندلو لپاره د بیلابېلو لارو چارو کار واخیست، مګر هر ځلي له ناکامۍ سره مخ شوې وم، خو د دې کال د جولای میاشتې په پیل کې ما د ماشوم په توګه د خپلې مور سره یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره کړه .

نویا وایي، دوی د ویډیو د خپریدا وروسته په ټولنیزو رسنیو باندې د خپلې کورنۍ او مور په اړه معلومان لټول پیل کړل چې بیا یې دغه ویډیو د پولیسو حوزې یوه افسر له خوا واخیستل شوه او ژمنه یې ورسره وکړه چې معلومات به ورسره شېبه په شېبه شریکوي.

نوموړې زیاتوي” چې د پرله پسې ډیرو هڅو وروسته د پولیسو یوه افسر له ما سره زما د مور په موندلو کې په بشپړه توګه مرسته وکړه، چې په پایله کې مې له کلونو ځنډ وروسته خپله مور پیدا کړه چې له دغې بریالیتوب وروسته خپل کلي ته ولاړم او له خپلو ماشومانو او مېړه سره مې د خوښیو دغه ډک خبر شریک کړ.”

د ټولنیزو رسنیو کارکوونکي بیا وایی، چې د دې رسنیو استعمال په سمه توګه کولی شي چې مونږ له بریالیتوب سره مخ کړي اوهم راسره د د کورنیو د نادرکه شویو غړو په پیداکولو کې مرسته وکړي.

د یادولو ده چې د ټولنیزو رسنیو په سمه توګه کارول تل له ځان سره مثبت خبرونه لري.

Your SEO optimized title page contents