fbpx

محسن داوړ: القاعده پنجاب په پوهنتون کې درسونه وایي

خبریال وېبپاڼه/ ۹ نومبر ۲۰۱۹ – په پاکستان کې د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې د پنجاب په پوهنتون کې د القاعده ډلې غړي درسونه وایي، خو په دوی د جبر انتها دې سرحد ته رسېدلې ده چې له خپلو محصلینو سره هم نه شي کتلی.

محسن داوړ په خپلو خبرو کې وایی، چې نوموړی په دې وروستیو کې د پنجاب پوهنتون ته د زده کوونکو په بلنه د دې لپاره ورغلی وو چې د هغوی ستونزې واوري او د حل لپاره ورسره پوره مرسته وکړي، خو وایي چې یوې پاکستاني رسنۍ د ریاستي ادارو په لمسون دې پوهنتون ته د نوموړي ورتګ ته بل نوم ورکړی دی.

محسن داوړ زیاته کړې، دې رسنۍ داسې راپور ورپسې خپور کړی دی چې ګوندې، دا وړ په پنجاب پوهنتون کې پښتانه او بلوڅ د حکومت پر ضد پارولي دي، څو د پي ټي ایم په شان د پاکستاني پر ضد را پورته شي، خو هغه دا ډول خبر بې بنسټه بللی دی.

محسن وایي، له دې معلومېږي چې پاکستاني ریاست ته په اصل کې د پښتنو شتون مخالف ښکاري او غواړي چې په دې هېواد کې د پښتنو لمن ورټوله کړي.

هغه زیاته کړه، پاکستانۍ استخباراتي ادارې په دې هېواد کې د اسامه بن لادن په وجود نه وي خبر، خو د محسن داود له هر قدمه بیا خبر وي ځکه چې زه د پښتنو حقوق له حکومته غواړم او غواړي چې زما پر فعالیتونو بندیز ولګوي.

محسن داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه مخکښ مشر دی چې څو میاشتې وړاندې د پاکستاني ریاست له لورې د علي وزیر سره یوځای د حکومت پر ضد د یو لاریون په ترڅ کې نیول شوی وو او تر څلور میاشتو پورې له بند وروسته بیا په سپټمبر میاشت کې بېرته راخوشې شول.

هغه مهال محسن داوړ ویلي وو کله چې دوی د حکومت له لوري زندان ته ولېږدول شول هلته ورسره د ترهګرو په څېر چلند کېده، هر ډول ظلم تېری پرې کېده او له ډیرو اسانتیاو بې برخې ساتل شوي وو.

محسن داوړ او علي وزیر د پاکستاني ریاست له بندیز څخه تر ازادېدو وروسته وایي، چې دوی بیا هم په خپل پخواني دریځ کلک ولاړ دي اوخپله روانه مبارزه به نوره هم جاري وساتي څو د پښتنو له حقوقو دفاع وکړي.

د یادولو ده چې له دغې څلور میاشتیني بندیز څخه تر ازادېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنک غړي یو ځل بیا هم د پاکستاني ریاست پر ضد راپاڅېدلي دي او د پښتنو له حقوقو دفاع کوي.

Your SEO optimized title page contents