fbpx

غني: سولې ته د رسېدو لپاره د پیغمبر (ص) له لارښوونو بله غوره لار نه لرو

خبریال وېبپاڼه / ۹ نومبر ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په پلازمېنه کابل کې د میلا النبي ( ص) په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، مونږ سولې ته د رسېدو لپاره د پیغمبر حضرت محمد (ص) له لارښوونو بله غوره لار نه لرو.

ولسمشر غني د حضرت محمد(ص) د نېکمرغه میلاد په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې دغه راز د وینا ترڅنګ افغانستان او ټول جهان اسلام ته یې د پیغمبر (ص) د میلاد مبارکي وویله او د محمد ص روح ته یې دعا وکړه.

دارګ د خبر پاڼې له مخې په دې مراسمو کې ولسمشر غني داهم وویل موږ نن د یوه داسې شخصیت د میلاد په مناسبت راټول شوي یوو چې د هغه مبارک د ژوند او سیرت په اړه زرګونه لیکنې او څېړنې شوې دي او تر هغو چې دا نړۍ شته د هغه بزرګوار له سیرت، ویناوو او لارښوونو څخه به زده کړه دوام ولري.

ولسمشر وایي، پر جګړې ټینګار باطله طریقه ده او زیاته یې کړه، په دې ورځو کې چې موږ تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي یوو او د افغانستان حکومت په مخ کې هم اوس تر ټولو مهم کار دا دی چې د جګړې اورونه مړه کړي.

هغه زیاتوي، دې موخې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده ترڅو د قران عظیم الشان ترڅنګ، سیرت، احادیث او د رسول الله ارشادات مطالعه شي ترڅو په دې ډول یقیني شو چې پر جګړې ټینګار د باطل طریقه ده.

غني وړاندې څرګنده کړه، موږ چې پر جمهوري او ولسواک نظام او انتخابي حکومت ټینګار کوو، په حقیقت کې پر عدالت ټینګار کوو او د عدالت تر ټولو غوره بېلګې د پیغمبر (ص) په لارښوونو او سیرت کې لیدلی شو.

ولسمشر غني د وینا پر مهال نه د کوم شخص او نه هم د کومې ډلې نوم واخیست خو وې ویل، داسې کسان شته چې اوس هم په ویرې او فتنې سره سولې ته لومړیتوب ورکوي او د یو اسلامي هېواد ورانول د ثواب کار بولي.

د یادولو ده ولسمشر غني د دې غونډې په پای کې په کلکه وویل، موږ به هغه وخت واقعي او دوامداره سوله ولرو چې عدالت ته ژمن واوسو.

Your SEO optimized title page contents