fbpx

افغانستان سر په سر یوولسمه لوبه هم بایلوده

خبریال ډاټ کام/۹ نومبر ۲۰۱۹-

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ په ننۍ دوهمه  یو ورځنۍ لوبه کې ویسټ انډیز وکولی شول چې افغانستان ته په ۴۷ منډو توپیر ماتي ورکړي او د درې یو ورځنیو لوبو سیریز لړۍکې یې دوه په صفر مخکیوالی ترلاسه کړ.

افغانستان کریکټ ملي لوبډلمشر راشدخان د پچې په ګټلو سره لومړۍ د توپ وهنې بلنه ویسټ انډیز لوبډلې ته ورکړه.

ویسټ انډیز لوبډلې د پیل لوبغاړو ښکلی پیل ورکړ او په ۹۸ منډو کې یې لومړۍ ویکټ له لاسه ورکړه.

دویسټ انډیز لوبډلې که څه هم په منځنیو اورونو کې ځینې ویکټې ژر له لاسه ورکړې. وروسته بیا د دوی ترمنځ ملګرتیا دوام وکړ او افغان لوبډلې ته یې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۴۷ منډې جوړې کړې او ویسټ انډیز لوبډلې ته یې د ۲۴۸ منډو هدف کیښود.

د افغانستان لخوا په توپ اچونه کې نوین الحق درې او نورو پنځو توپ اچوونکو مجیب،راشد،نبي،اشرف،جاوید احمدي یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

د ویسټ انډیز لخوا په توپ وهنه کې شای هوپ (۴۳)، لیوس (۵۴)، هټمیار (۳۴)، پورن (۶۷) زیاتې منډې جوړې کړې.

د ټاکلي هدف په تعقیب کې دواړو افغان اوپنرانو جاوید احمدي او حضرت ځاځي یو ځل بیا ناکامه پیل لوبډلې ته ورکړ.

جاوید احمدي په صفر او ځاځی په ۲۳ منډو له میدان څخه بهر شول. او د افغانستان ټوله لوبډله په ۴۶م شروع کې په ۲۰۰ منډو وسوځیده او سیالي یې په ۴۷ منډو توپیر ویسټ انډیز ته وبایلله.

پدې لوبې بایللو سره افغانستان د یو ورځنیو لوبو  سیریز هیلې هم له لاسه ورکړې.

یاده به کړو چې د ننۍ لوبې په بایللو سره افغانستان د ماتو لړۍ هم  له لسو څخه یوولسو ته پورته کړه.

د افغانستان لخوا توپ وهنه کې رحمت شاه (۳۳)،نبي عیسخيل ( ۳۲)، نجیب ځدراڼ (۵۶)، اکرام (۱۹) او شرف الدین اشرف ۱۳ زیاتې منډې وکړې.

د ویسټ انډیز لخوا توپ اچونه کې درې توپ اچوونکو هایډن ولش،کاټرل او رسټن چېز هر یوه درې-درې ویکټې ترلاسه کړې.

د یادولو وړ ده چې دا د ۲۰۱۴ کال راهیسې د ویسټ انډیز لومړۍ ځل و چې په سیریز کې بریا خپلوي. د ویسټ انډیز لوبډلې مشر کیرون پولارډ هم پخپلو خبرو کې وویل چې د ډیرې اوږدې مودې وروسته یې سیریز وګټه. چې دوی به یې په خوشحالۍ سره ونمانځي.

راشدخان بیا په خپلو خبرو کې وویل چې ۲۴۷ منډو هدف لوړ هدف نه و،په آسانۍ سره تعقیب کیدلی شو،خو د بعضو غلطیو په اساس دوی ونشول کولی چې هدف ته ځان وراسوي.

ټاکل شوي دواړو لوبډلو ترمنځ به د یو ورځنیو لوبو سیریز وروستۍ لوبه د نومبر په یوولسمه نېټه ترسره شي. ویسټ انډیز لوبډله به ددې په تکل کې وي چې افغانستان لوبډله یو ورځنیو لوبو سیریز کې وایټ واش کړي.

Your SEO optimized title page contents