fbpx

افغانستان ته د بودایي پیر یو ورک شوی آثر بېرته وسپارل شو

خبریال وېبپاڼه / ۹ نومبر ۲۰۱۹ – د معلوماتو له مخې په هانګ کانګ کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند محمد رسول باوري ته دغه تاریخي اثار چې د بودایي پیر له درییمې څخه تر څلورمې پېړۍ اړوند ګڼل کېږي، د افغانستان د یوه خواخوږي ګبریل شاین له خوا سپارل شوی دی.

په هانکانګ کې د دې تاریخي اثارو د سپارلو پر وخت افغان معین پوهاند باوري له ګبریل شاین څخه مننه کړې دخ چې د اثارو په سپارلو کې ښه نیت درلود او زیاته کړې چې نوموړی به د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښو ډيپلوماټیکو لارو چارو وستایي.

باوري په ټینګار سره وایي، چې د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ژمن دی چې څو له هېواده خپل قاچاق شوي اثار بېرته راټول او افغانستان ته راوګرځوي، څو په نړۍ کې د افغانستان تاریخ ژوندی وساتي.

ښاغلي شاین هم د خپلو خبرو پرمهال ویلی دی” چې دا آثر یې څو کاله وړاندې تر لاسه کړی وو او هغه مهال په دې پوه شوی وو چې دا د افغانستان اړوند دی خو ولې تر اوسه داسې مناسب فرصت نه وو پيدا شوی چې دا آثر خپل اصلي ټاټوبي ته وکرځوي.”

د کره معلوماتو له مخې دغه اثار د یونیسکو په نړیوال کتاب کې هم ثپت او ذکر شوي دي، چې د افغانستان په ملي موزیم کې یې هم یو انځور شتون لري او دې ته ورته نور آثار هم په ملي موزیم کې په پراخه کچه پیدا کېږي د سرچینو پر وینا دا په اصلأ کې د شترک په نوم د ېوې سیمې مهم آثار بلل کېږي چې ډیر ژر به بېرته له هانګ کانګ څخه افغانستان ته را انتقال شي او په ملي موزیم کې به نندارې ته کېښودل شي.

په ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو د افغانستان د دغه تاریخي اثارو د پیداکېدو په اړه خوښي څرګنده کړې او دا یې د افغانستان او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره لویه لاسته راوړنه بللې ده چې په داسې حالاتو کې هم دا ډول ورک شوي اثار بېرته پیداکوي.

ګن شمېر افغانانو لیکلي دي چې د افغانستان دغه بهرنی خواخوږی ګبریل شاین چې دا مهم اثار یې افغانستان ته وسپارل د ځانګړو مراسمو له لارې دې وستایل شي، څو په نورو بهرنیو هېوادونو کې هم یو شمېر هغه اثار چې د افغانستان دي هېواد ته بېرته را انتقال کړي.

د یادولو ده دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان تاریخي اثار په نورو بهرنیو هېوادنو کې پیداکېږي، بلکې له دې وړاندې هم یو شمېر تاریخي قاچاق شوي اثار پیدا شوي او بېرته هېواد ته را استول شوي دي.

Your SEO optimized title page contents