fbpx

د افغان محصل تليفوني مينه !

خبريال وېبپاڼه/ ۱۰ نومبر ۲۰۱۹- سهار وختي له کوره را روان شوم، پاوو باندي دولس بجې کابل ته ورسيدم ملګري ته مې زنګ ووهه چې دوه نيمي بجې به سره وينو، هغه هم ومنله، دوه بجې د ملګري خواته روان شوم، لار بندي وه ، په موټر کې تر نيمايې زياتو فارسي ويله، ډیر په غوسه وو، داسې ښکاريده لکه ډير تلوار چې يې وي.

زما هم زړه تنګ شو، فسبوک مې خلاص کړ،وار د واره مې د ملګري په پوسټ سترګي ولګيدي، حکومت يې بې کفايته بللی وه استدلال يې دا و چې په ښار کې بې نظمي او چټلې بيخي زياته شوي، انتخابات يې د بهرنيانو پروژه بللي وه ډيري اوتي بوتي يې ليکلي وې.

څه کم درې بجې وې، چې په اتاق يې ورننوتم،په اتاق کې يې په لوړ غږ د جاويد امرخيل سندره(دا میین ولي بيليږي) چالانه وه،اتاق يې کډوډ بې نظمه وو،نه پوهيږم هګۍ وي که څه شي تک سپين اوښتي وه، چڼاسي يې کړې وې، داسې ښکاريده چې دا څو ورځې کيږي، جارو ته يې لاس هم نه ده وروړی، کتابونه يې خواره واره پراته و.
ما هم وار له مخه ورته وويل چې حکومت خو رښتيا بې کفايته دی. ځکه اتاق دې باید در منظم کړي!!
،وشرميد. په بهانو يې شروع وکړه مصروف یم،امتحانونه مې دي.
تقريبا یو ساعت سره کيناسته،په سیاست،اقتصاد،ډیرو شیانو مو بحث وکړ، ده راته دچکر وويل زما ما هم زړه ښه شو،اتاق مو کولف کړ،څنګ په څنګ روان وو، دی تر ما ليږ جګ ښکاریده .

لنډ مېسکال ورته راغی، ژر يې له جيبه تليفون را ويوست، د شميرې په ليدو خوشاله شو ، ژر يې او کې کړ، له څو زنګونو وروسته، د ښځې نرم پوست غږ راغی
بلې!
له همدې سره تر ما یو دوه قدمه مخکې شو، ښه ډير وغږيد، څه باندي يوم ساعت يې خبري وکړې، هغې ورته دخدای په اماني وويل، خو ده نه منله، ورته ويل يې باید يو څو دقيقې نور هم وغږيږو،ته مې ژوند يې بې تا ژوند نه شم کولای،د زړه له تله مينه درسره لرم، دی په همدې خبرو کې وو چې تيليفون بې واره قطع شو،ژر يې بله شمیره ځو ځله اوکې کړه،خو ځواب يې ور نه کړه،څو پرلپسې نوري شمیري اوکې کړې خو يوې هم ځواب ورنه کړ،لاندينۍ شونډې تر غاښ لاندي کړې،له ليږ سوچ وروسته څه ور په ياد شو،ژر يې د تليفون په تڼیو ګوتي کيښودې،شميره يې پکې دايره کړه،له څو اوږدو زنګونو وروسته،د ښځې غوسه ناک غږ راغی!

ته خور مور لري،دې تا له لاسه پوهنتون ته نشم تلای لکه سپی هر وخت په لار کې ولاړ يې!!
ده ارام وخندل،مريم! ته ولي دومره غوسه يې،مخکې مې هم درته وويلي چې بې تا ژوندنشم کولای،بې له تا مې په دنيا کې څوک نشته،که ته ځواب راکړي نور په مې په مړو کې حسابوه.

خو چې پام يې شو تليفون قطع شوی،وشرميد ځان يې غلط کړ،ما ته چې پام شو چې سوالګرې ته روپۍ ورکوم،تر لاس يې کش کړم.
راځه!د پلار ټوله سرمایه دې هم ولاکه پرې ورسوي،خو ما ورته ويل چې له مجبوري سوال کوي،ده ارام په څنګ ووهلم، راته ویل يې،نور يې څه کوي سخت مالونه پکې پيداکيږي. ما وخندل،په څټ کې يې څپيړه راکړه، تاته يې هم لکسي خوند درکړ،ما څه ونه ويل،ګړندي روان وو،ګيڼ لوري ته تاوو شوووا،يو څه چې مخکې لاړو يوې ښکلي دری منزله ودانۍ ته يې ګوته ونيوله،ويل يې زه په دې پوهنتون کې حقوق لولم ،د پوهنتون په لوحه(ليک دړه)ليکل شوي وو
(د نن محصیل د سبا رهبر دی)زړه مې وښويد، له ځان سره مې وويل د هغه ملت دې خدای مل شې چې داسې رهبران لري.
ليکوال: ع- د

Your SEO optimized title page contents