fbpx

څنګه خپل ځان ته پام وکړو او د ” نه“ کليمه زده کړو؟

خبريال کابل/ ۱۰ نومبر ۲۰۱۹ – ولې موږ ”نه“ نه شو ويلی؟ چې شايد ډیر خلک دې پوښتنې ته بيلابيل ځوابونه ورکړي.
موږ ځکه ځنې وخت ”نه“ نه شو ويلي او يا د چا غوشتنې نه شو رودولای ځکه ويرږو چې مقابل لوری به رانه خفه شې ،يا به راته غوسه شې او يا داسې نور دالايل چې خپل ځان د ”نه“ له ويلو پرې راګرځوو.
خو دې ته مو پام نه دی چې په خپلې ځانولۍ پښې ږدو او دخپل ځان توهين کوو، خپل احساسات ځپو، خپلې هيلې له منځه وړو، او خپل روحي انډول خرابوو.
له خپل ځانه يوه پوښتنه وکړه چې زه د ځان لپاره ژند کوم که د خلکو؟
سمه ده! دا بايد ومنل شې چې د له نورو خلکو سره ښه ژوند وکړای شې ، د نورو غوښتنو ته پام وشې، خو ځان هم مهيم دی، که ځان ونه شم ستلی نور خلک نشم ساتلی.

”نه“ څنګه زده کړو؟

ورو ورو پیل يې کړئ: تاسو کولی شئ نورو ته د ژوند د نورو مهارتونو په څیر ‘نه’ هم ورکړئ. د دې مهارت زده کول د توسعې وړ او پراخيدلای شي ، او د وخت په تیریدو سره تاسو کولی شئ نورو ته په اسانۍ سره” نه“ ووایاست او زده کړئ چې څنګه په نرمۍ سره يو څه ومنﺉ او يا يو څه رد کړئ چې تاسو یې نه غواړئ او يا يې غواړﺉ. هغه خلک چې معمولا هو وایي او د نورو غوښتنې مني د نورو په پرتله تر ډير سټريس او ذهني فشار لاندي وي.

د خپل موقعیت په اړه ډاډ ترلاسه کړئ: تاسو باید ډاډه اوسئ چې چیرته یاست. که تاسو دخپل ځای په اړه ډاډه نه یاست ، دا به ستاسو په بدن ، ژبه ، غږ او چلند له ورايه ښکاره شې ، او دا بې باوري به ستاسو په چلند کې د ضعف اوکمزورۍ لامل شي.په خپلو هيلو او احساساتو باندې غالب شئ: تاسو ممکن له نورو ویره لرئ او يا په غوسه شﺉ. چې د هغه څه د نه منلو او ردولو لپاره چې دوی یې له تاسو څخه غوښتنه کوي.
نه ویل لازم ندي ځکه پدې معنی چې نور خلک له تاسو نه خفه یا په غوسه دي ، مګر دا چې ډیری خلک هغه مسؤلیتونه درکوي چې تاسو یې په ژوند کې لرﺉ ، نو له همدې امله ډیری خلک ستاسو د نه منلو څخه انکار کوي. دوی پروا نه کوي او د خپګان احساس نه کوي. په یاد ولرئ ، تر هرڅه لومړی ، تاسو باید د ځان پاملرنه وکړئ ، ځکه چې که تاسو نشئ کولی خپل ځان ته پاملرنه وکړئ او خپلې اړتیاوې پوره نه کړئ ، نو څنګه کولی شئ یو څوک وساتئ؟

د خپلې خوشالۍ او خوښۍ په اړه فکر وکړئ: د خپلې خوښۍ او خوشالۍ په قرباني کيدو د نورو د خوشاله ساتلو هڅه مه کوئ. شايد ډير ځله تاسي په ژوند کې داسې څه تر سره کړﺉ چې ممکن هغه شیان تاسې نه خوښوي ، یوازې د نورو د خوشالولو لپاره تر سره کوﺉ
که تاسو تل هڅه کوئ چې د ځان خوشحاله کولو پرځای نورو ته خوشالي ورکړﺉ ، نو په دې سره به تاسو خپل ځان ته جدي زیان ورسئ، خپل روحي انډول به مو خراب شې. په ياد ولرﺉ چې له نورو سره له ټکر کولو مه ویريږﺉ، ډیری خلک چې نورو ته د
” نه“ په ویلو کې ستونزه لري د نورو سره په راکړه ورکړه او د ژوند په چارو کې پاتې راغلې. او تل دهغه څه تر فشار، اغيز او تاثير لاندي وي چې منلي يې وي.
کله چې يو څوک يو څه شي غواړي ستاسو په تاوان وي . په نرمه يې پوی کړي، قتاعت ورکړﺉ، زړور او قوي اوسئ او د اړتیا په وخت کې د ‘نه’ ځواب ورکړئ.

Your SEO optimized title page contents