fbpx

شکيب د بنديز وروسته فوټبال لوبې ته مخه کړې

خبریال ډاټ کام/۱۰ نومبر ۲۰۱۹- د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې الروانډر شکيب الحسن چې پدې وروستيو کې د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د کریکټ د اصولو څخه د سرغړونې له کبله د کریکټ بنديز سره مخ دی. پدې وروستيو کې د خپل وخت تيرونې لپاره يې فوټبال لوبه شروع کړي.

نوموړي تيره ورځ د فوټي هګز فوټبال لوبډلې په ګټه د کوریان اکسپټ لوبډلې خلاف فوټبال لوبه ترسره کړه چې د دوی لوبډلې وګټله.

د فوټي هګز او کوریان اکسپټ لوبډلې ترمنځ د فوټبال دغه سيالي تیره ورځ د بنګله دېش په پوځي لوبغالي کې ترسره شوه. چې درې په دوه يې وګټله.

فوټي هګز لوبډلې پخپله فيسبوک پاڼه لیکلي: « مونږ د يوولسو تشکيل شوو لوبغاړو څخه په پوځي لوبغالي کې د کوریان اکسپټ لوبډلې خلاف لوبه ترسره کړه، چې (۳-۲) توپير سره مونږ وګټله. ښه خبره دا وه چې مونږ د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی شکيب الحسن هم درلود.»

شکيب الحسن په تيره اکتوبر مياشت کې د کریکټ نړيوالې شورا لخوا لدې کبله چې په وخت سره يې د درغلیو تورونو په اړه کریکټ نړیوالې شورا فساد ضد څانګې سره معلومات نه و شریک کړي، له دوو کالونو کریکټ بندیز سره چې يو کال ترې لیرې شو مخ شوی دی.

داسې ښکاري چې نوموړی به د اسټرالیا په کوربتوب راتلوونکي ۲۰۲۰ کال نړيوال شل اوریز جام کې هم لوبې ترسره نشي کړلی، ځکه چې په نوموړي د کریکټ لګيدلی بنديز د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر مياشتې په ۲۹مه نېټه پای ته رسيږي.کوم چې نړیوال جام د اکتوبر په اتلسمه نېټه پيلیږي.

د شکيب الحسن په نشتون کې بنګله دېش کریکټ بورډ د هندوستان خلاف د شل اوریزو سيالیو لپاره محمدالله د لوبډلې د مشر په توګه وټاکه چې ورسره يې د ټيسټ پارمټ لپاره مومن الحق د لوبډلې د مشر په توګه غوره کړ.

د شل اوریزو سيالیو پای ته رسيدو وروسته به د هندوستان او بنګله دېش ترمنځ د ټيسټ سيریز لړۍ پيل شي، چې لومړۍ لوبه به د روانې نومبر مياشتې په ۱۴مه نېټه پيل شي چې د نومبر تر ۲۶مې به دوام وکړي. او دوهمه ټيسټ سيالي به بیا د نومبر مياشتې په ۲۲مه نېټه په ايډڼ ګرډن لوبغالي کې ترسره شي.

Your SEO optimized title page contents