fbpx

د جلغوزیو په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی

خبریال وېبپاڼه/ ۱۰ نومبر ۲۰۱۹ – د افغانستان د کرنې وزارت مسوولینو خبر ورکړی دی چې د تېر کال په پرتله سږل کال د جلغوزیو په حاصلاتو کې د پام وړ تر ۱۲ سلنه پورې زیاتوالی راغلی دی.

د دغې وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته د حاصلاتو د زیاتوالي په اړه ویلي دي چې سږکال ۲۴ زره مټریک ټنه جلغوزي اخیستل شوي دي چې د تېر کال په پرتله زر مټریک ټنه جلغوزي زیاتوالی ښيې.

د مسوولینو پر وینا د کرنې وزارت په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې، په ځانکړې توګه د پکتیا او د پکتیکا په ځنګلونو کې نوي نیالګي هم کېنولي دي او دا پروسه همدا ډول دوام لري.

د کرنې وزارت پر وینا د پکتیکا او پکتیا ترڅنګ یې په یو شمېر نورو ولایتوتو کې هم د جلغوزیو نیالګي کېنولي دي چې ممکن په راتلونکې کال کې د جلغوزیو حاصلات نور هم لوړ شي او په پراخه کچه یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شي.

د کرنې وزارت ویاند په ډاډ سره وایي، چې د افغانستان د هوایي دهلیزونو له لارې چین ته د یادې وچې مېوې صادرات لاهم په زیاته کچه روان دي او په نړیوال بازار کې تر ټولو ښه بازار موندلی دی.

په نړیوال مارکېټ کې د افغان جلغوزیو تود بازار افغان سوداګر هم خوشبین کړی دي دوی وایي، که چېرته افعان جلغوزیو ته په نړیواله کچه همدا ډول بازار موندنه پیدا شي نو دوی به په دې برخه کې پراخه پانګونه وکړي.

د کرنې وزارت د ځنګلونو رئیس امان الله امانيار هم وایي، چې سږ کال د جلغوزیو د زیاتوالي لامل د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې یادو ځنګلونو ته په سمه توګه پام کول دي چې د دوی له لوري ورته شوی دی.

د نوموړي پر وینا ځنګلونو ته پام کول د دې لامل شوی دی چې سږ کال به د یو کیلو جلغوزیو بیه تر ۲۵۰۰ افغانۍ پورې نوره هم لوړ شي.

بلخوا په همدې حال کې داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو د افغانستان د کرومایټو کانونه او د جلغوزیو یو ستر غر تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

په سیمه کې خلک اندېښمن دي دوی وایي، که دا ډول حالات روان وي، نو نږدې ده چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان نورې اقتصاد لرونکي سیمې هم تر خپلې ولکې لاندې راولي.

خو د کرنې وزارت د دې ډول راپورونو په اړه څه نه دي ویلي چې رښتیاهم پاکستان د جلغوزیو مهم غر د خپلې ولکې لاندې راوستی دی کنه؟

Your SEO optimized title page contents