fbpx

افغان کرکټ بورډ په غوراوي کمېټه کې درې تنه نوي غړي وټاکل

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ نومبر ۲۰۱۹ – د افغان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه، چې مخکې يې درې غړي درلودل اوس يې غړي پنځوو ته زيات شول.

د افغان کرکټ بورډ پر وینا د غوراوي کمېټې پخوانی غړی مجاهد ځدران له دندې لرې شوی دی او پر ځای درې تنه نور د دغې کمېټې د نويو غړو په توګه ټاکل شوي دي.

د يادې کمېټې پخواني مشران او د ملي لوبډلې پخواني غړي رئيس احمدزی ،دولت احمدزی او همدارنګه د ملي الف لوبډلې پخوانی غړې او روزونکی قيام کاکړ د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د نويو غړو په توګه نومول شوي دي.

د معلوماتو له مخې همدا راز د غوراي کمېټې په غړيو کې پاچا حسېن او انډي مولز هم دي، چې انډي مولز د غوراوي کمېټې مشري هم په غاړه لري.

د دې نویو او تازه پرېکړو په اړه د افغانستان د کرکټ بورډ مشر ویلي دي چې غوراوي کمېټه همېشه بايد بې پرې او خپلواکه وي، خو د کرکټ مبصرین او مینوال د افعانستان غوراوي کمېټه بې پري نه بولي .

د بورډ مشر پر لوبغاړو غږ کړی دی، چې بايد پر خپل تکړښت، وړتيا، فټنس او د کرکټ لوبې پر ټولو اصولو ځان برابر کړي څو افغان لوبډله ستونزو سره مخ نکړي.

خو د افغانستان د کرکټ مینوال او مبصرین وایی، چې ملي لوبډلې ته تلونکي لوبغاړي نه په وړتیا، نه په فېټنس، او نه هم د اصولو له مخې انتخاب شوي دي، بلکې د ملګرتیا خپلوۍ او ځینو نورو لارو چارو په وسیلي انتخاب شوي دي.

دغه راز په غوراوي کمېټه کې داسې مهال بدلون راځي، چې د کرکټ لوبې ګڼ شمېر مينه وال او د لوبې تبصره کوونکي په پرلپسې ډول د افغان ملي لوبډلې د يوولسو نړيوالو يو ورځنيو لوبو د ماتو لامل په غوراوي کميټه کې فساد او د لوبډلې ناسم غوراوی يادوي.

د یادولو ده دا مهال افغان ملي لوبډله د ویسټ انډیز خلاف د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ بوخته ده چې په پرله پسې ډول یې دوه ماتې خوړلي دي.

Your SEO optimized title page contents