fbpx

اسفنديار ولې خان: د ډیورنډ له کرښې بايد اغزن تار لرې شي

خبريال وېبپاڼه/ کابل ۱۱ نومبر ۲۰۱۹ – د پښتون ملتپال عوامې نشنل ګوند مشر اسفنديار ولي، د پاکستان په حکومت تندې نيوکې کړي او ويلې يې دي چې د ډيورنډ پر کرښه دې شته اغزن سيم لري کړي او د هندوستان د کرتار پور لارې په څير دې افغانانو ته هم بغير له ويزې د کرښې دواړو غاړو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.

هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې دی د داواړ رقېبو هيوانو هندوستان او پاکستان تر منځ د کراتاپور لارې په پرانستلو خوشاله دی او ملاتړ يې کوي. خو پر دې خفه دی چې پاکستان تل دا چيغې وهې چې هند مو رقيب او افغانستان مو دوست هيواد خو بيا هم پر افغانستان لارې بندوي، او هند ته بغير له ويزي لار خلاصوي.
دی وايې چې له پاکستاني حکومت څخه غواړو، چې د کرښې داوړو غاړو افغانانو ته د تک راتګ ازادانه اجازه ورکړي.

اسفنديار ولي خان له ډيوه راډيو سره په يوه ځانګړي مرکې کې وويل : چې د هند او پاکستان تر منځ د کرتاپور لارې په پرانستلو خوشاله دی، او ددې داوړ رقيبو هيوادنو تر منځ ددې لارې پرانستل د دواړو هيوادنو ترمنځ د اړيکو په ښه کولو کې يو پرمختګ بولې.خو ده وويل چې د ډيورنډ پر سر د اغزن تار لګلولو غندنه هم بايد وشې.
اسفنديار ولي خان وايې دا به انصاف نه وي چې هند ته بغير له ويزې لار پرانستل کيږي او له افغانستان سره په پوله اغزن تار لګيږي.

او غوښتنه يې وکړه چې له افغانستان سره دې هم بغېر له ؤېزې او وړيا لار خلاصه شې.

اسفنديار ولې خان زياتوي چې که ولسونه سره يو شې د هيوادونو اصلي پالسۍ جوړولای شې.

د ياد ونې وړ چې پر ډیورنډ تپل شوي کرښه اغزن سيم د پاکستاني پوځ له لورې لګيږي او د پاکستان پوځ ادعا کوي چې دغه اغزن سيم د ترهګرو د مخنوي لپاره لګوي.
خو دا اغزن سيم د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ولسونو ته د منلو نه دی او مخالفت کوي. چې ډيری سختې جکړې هم پرې رامنځته شوي دي.

اسفنديار ولې خان هم د پوځ دغه دريځ په سختو ټکو وغنده او ويې ويل چې دا اغزن سيم د ترهګرو د مخنوي په موخه نه بلکي د هغوی د سانتي لپاره لګول شوی. دی زياتوي ، له څه وخت راهسې چې دا اغزن سيم د ډيورنډ پر ځينو برخو لګول شوی د پولې دواړو غاړو ته نا امني زياته شوي ده.

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان دا خبري په داسې حال کې کړي چې دپاکستان او هند له لورې تېره ورځ د نومبر په لسمه د کرتارپور لار د سېک مذهبو په وړاندي پرانسته.
او له دې وروسته به د سېک مذهب پيروان کولای شې بغير له وېزې د پاکستان پنجاب ايالت ته ولاړ شې، چېرته چې د سېک مذهب سرلاري ګرونانک قبر دی.

Your SEO optimized title page contents