fbpx

صالح:  عبدالله په ټاکنو باور نه درلود

د افغان دولت د استخباراتو پخواني مشر عبدالله عبدالله په ټاکنو په نه باورۍ تورن کړی دی.

هغه ویلي عبدالله عبدالله یو له هغو کسانو څخه دی چې په انتخاباتو یي نه یوازي دا چې باور نه درلود بلکې تل یي هڅه کړي چې په سپین سترګۍ خپل موقف وساتي او یو شمیر بي کاره ځوانان د نظام پر ضد را پورته کړي.

عبدالله عبدالله د افغانستان په تیرو شویو ولسمشریزو ټاکنو کې د دولت جوړونکي ټیم یو له عمده رقیبانو څخه وو.

اوس داسي ویلي کيږي چې نوموړی د یو شمیر ټاکنیزو محلونو د رایو د بیا شمیر او کره والي مخ نیوی کوي او هڅه یي ده چې یوه نوي بغاوت ته لاره هواره کړي.

صالح وایي چې عبدالله ملي ملاتړ او ستنې نه لري بلکې یوازي په غور، خوست فرنګ او د کابل په ۱۷مه ناحیه کې یې رايي تر لاسه کړې پرته له دې چې ځان پوکړه، چې ایا کیدای شي په دغو محدودو سیمو پر یوه دیرش ملیونیزه هیواد مشرتوب وکړي.

د افغانستان ټاکني  څه باندي یوې میاشت دمخه تر سره شوي خو د درغلیو پر سر د را پورته شویو لانجو په سبب یې تر اوسه پایلي نه دي اعلام شوي.

صالح چې د دولت جوړونکي ډلي یو مهم کس شمیرل کیږي وایی: وروستي راي شمیرني ښيي چې عبدالله د پام وړ رايي نه لري او یوازي د قومونو تر منځ د بیلتون او دربدرۍ د رامنځ ته کولو په هڅه کې دی.

عبدالله عبدالله پرون خپلو یو شمیر پلویانو ته په کابل کې وویل چې که چیرته د دوي غوښتني و نه منل شي حاضر دی چې نور ګامونه پورته کړي، داسي ګامونه چې بیا به یي حکومت ته زیان تر هغه څه چې فکر کوي خورا زیات وي.

امرالله صالح په عبدالله غږ کړی چې ځان دي نه غولوي او د ټاکنو کمیسیون ته دې وخت ورکړي چې د شکمنو محلونو رایي له سره وشمیري.

عبدالله عبدالله چې د دریم ځل لپاره د ولسمشرۍ څوکۍ ته د رسیدلو ناکمي هڅي کوي دمګړۍ له خپلو ګوندي ملګرو او پلویانو سره په دې لټه کې دی چې وکړای شي په روان وضیعت کې له دولت جوړونکي ټیم او بهرنیو مرستندویو هیوادونو څخه په افغان سیاسي بهیر کې باج ګیري وکړي.

په همدې حال کې د ملي امنیت شورا له مینځ څخه را رسیدلي راپورونه کاږي چې ټولو وسله والو ملي ځواکونو ته امر شوی چې د احتمالي ګډوډیو مخه ونیسي.

په دغه لړ کې د کابل شاوخوا اضافي قطعي ځای پر ځای شوي او د پلازمینه دننه هم د بلوا ضد ځواکونو ته ویل شوي چې د ملي ګټو ګډوډونکي او لانجه زیږونکي لومړی په خبره او که یي له دې لارې امکان نه درلود په زور وځپي.

کابل ښاریان ګمان کوي چې د عبدالله پلویان به په لاریونونو لاس پوري کړي او یو شمیر لاري به وتړلي چې له دغې لاري ګډوډیو او غلاوو ته لاره هواره کړي.

یو شمیر ښاریان ویره لري چې د تیر ۲۰۱۴ کال اعتراضي خیمي به یو ځل بیا ښاریانو ته ستونزي وزیږوي نو ځکه ډيری ښاریان هڅه کوي د خپل اړتیا وړ وسایل لا وختي وپيري او ناببره پیښو ته چمتو والی ونیسي.

میرویس جلالزی

 

 

 

 

Your SEO optimized title page contents