fbpx

د ډونلډ ټرمپ د لور عکسونو په مجازې نړۍ کې غوغا جوړه کړه!

خبريال وېبپاڼه / ۱۱ نومبر ۲۰۱۹- د ډونلډ ټرمپ لور ايونکا ټرمپ هغو عکسونو په غربې خواله رسنيو کې غوغا جوړه کړه چې مراکش ته په سفر تللی وه او د دغه افريقايې هيواد په ختيځ کې د سيد قاسم کلې ميرمنو د هغې لاسونه ښکل کړل.

د خواله رسنيو ډيريو کارونکو دغه کار ايونکا ټرمپ ته يو سپکاوی او توهين بللی، خو ځينو بيا تعجب او حيرانتيا څرګنده کړې چې د ټرمپ لور او داسې کار؟ دوی وايې چې هغې څنګه خپل لاس له ميرمنو څخه نه دی لري کړی او د مراکشې ميرمنو د دې ښکلولو مخنوی يې څنګه نه ده کړی.

د متحده ایالاتو د ولسمشر ۳۸ کلنې لور ، چې مراکش ته تللې وه ، هغې یوه بوختونکي ورځ په مخکې درلوده. ایوانکا ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د مراکش له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره هم ولیدل ، د مراکش پلازمینې رباط کې د محمد ششم خور ، شاهزي مریم پادری ايوانکا ټرمپ ته هم ښه راغلاست وویل.

هغه چې د ښځو د تشویق او د ښځو د کاري وړتياوو د پراختيا لپاره دغه افريقايې هيواد ته تللي وه. د خپل سفر په ورستۍ ورځ يې له هغو بزګرو ميرمنو سره هم وليدل چې د زيتونو په کښت بوختې وې .

د ټرمپ لور ايوانکا ټرمپ د مراکش په پلازمينه کې په يوې جوړه شوي غونډه په ترڅ کې د ۲ ميليونو ډالرو مرستې اعلان وکړ چې دغه مرسته به د ښځو لپاره د کاري فضا په جوړولو مصرفيږي.

مخ پر ودې هيوادونو کې د ښځو اقتصادي وړتياوو زياتول د ايوانکا ټرمپ ابتکار بلل کیږی. او هدف يې په ټوله نړۍ کې د ښځينه وړټياوو زياتول او مخ پر ودې هيوادونو کې ښځينوو ته کاري فضا براربرول دي.

ايوانکا ټرمپ غواړي د دې طرحې په وسيله تر ۲۰۲۵کال پورې ۵۰ مليونه ښځو ته کاري فضا مخ پر ودې هيوادونو کې جوړه کړې.

د يادونې وړ ده چې افغانستان هم د هغو ورسته پاتې هيوادونو له ډلې څخه شميرل کيږي، چې ښځې پکې د کار اجازه نه لري. او نه شې کولای له کوره د باندي کار وکړي.
په دغه هيواد کې ډيری ميرمنې په خپلو کورونو کې په ډيرو ساده او لومړنيو وسايلو کار کوي.چې دوی وايې دا يې په کار کې د ورستوالي اصلي علت دی.

د چارو شنونکي وايې که د نورو هيوادونو په څير په افغانستان کې هم له افغانې ميرمنو سره مرسته او همکاري وشې او د هغوی لپاره کاري فضا جوړه شې. دا به د افغاني ميرمنو په ژوند کې لوی بدلون راولې، او له شته ناخوالو څخه به يې وژغورې.

هيره دې نه وې چې د افغاني ميرمنو په لاس جوړې شوي غالې د نړۍ په سطحه نوم لرې.

Your SEO optimized title page contents