fbpx

ډيويليرز پاکستان سوپر لیګ سيالیو کې نه لوبيږي

خبریال ډاټ کام/۱۱ نومبر ۲۰۱۹- د سويلي افريقا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او پیاوړی توپ وهونکی اې بي ډویلیرز د پاکستان سوپر ليګ سيالیو کې د لوبيدو څخه په شا شو، او خپل نوم يې هم له یادو سيالیو د ډرافټ څخه بهر کړ.

اې بي ډویليرز چې په تير ۲۰۱۹ کال پي ايس ايل سيالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه لوبيده. تایید کړې ده چې هغه به د ځينو ستونزو له کبله پاکستان ته د سيالیو لپاره سفر ونکړي.

پاکستان کریکټ بورډ په پام کې لري چې د راتلوونکي کال ټولې پي ايس ايل سيالۍ پاکستان کې دننه ترسره کړي همدا علت دی چې اې بي ډويلیرز د امنيتي ستونزو له کبله پاکستان ته له تللو منکر شوی دی.

۳۵ کلن اې بي ډویلیرز چې له نړیوال کریکټ څخه يې تقاعدي اعلان کړې، اوسمهال د نړۍ په مختلفو شل اوریزو لیګونو کې لوبیږي.

اې بي ډويليرز اوسمهال پخپلو کورنیو (ایم ایس ایل) سيالیو کې په لوبو بوخت دی، چې د شوانی سپارټنس لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کوي. لدې سيالیو وروسته نوموړی په پام کې لري چې د اسټرالیا په بیګ باش سيالیو کې د بریسبن هېټ لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.

له بیګ باش سيالیو وروسته به نوموړی د هندوستان په سترو کورنيو تجارتي ای پی ایل سيالیو کې د رویل چيلینجرز بنګلور لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.

ډيويليرز چې په ۲۰۱۸ کال مۍ مياشت کې یې له نړیوال کریکټ څخه استعفا‌ء کړي ده.د انګلیستان په کوانټي ويټالیټي بلاسټ سيالیو کې هم لوبيدلی او د ميډل سیکس لوبډلې لپاره يې لوبې ترسره کړي دي.

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره د لوبډلې د اعلان وروسته اې بي ډيويليرز غوښتل چې سويلي افريقا لوبډلې ته بیا ځلې راستون شي. خو هغه مهال يې بورډ وړانديز لدې کبله رد کړ، چې ګواکې اوس نشي کولی چې د ټاکل شوو لوبغاړو په ځای هغه ته ځای ورکړي.خو دا اوازې هغه مهال خپرې شوې چې سويلي افریقې لوبډلې په نړیوال جام کې سختي ماتي وخوړې او له مخکې تګ څخه بې برخې شوه.

دا چې پاکستان کریکټ بورډ غواړي راتلوونکي ټول پړاو پي ايس ایل سيالۍ پاکستان کې ترسره کړي. ممکن زیات نړیوال خارجي لوبغاړي به پکې برخه شتون ونلري.

لدې وړاندې په کم شمير خارجي لوبغاړو پاکستان ته سفرونه کړي دي، خو ځينو مشهورو نړیوالو لوبغاړو د تل په څیر پاکستان ته له تللو انکار کړی دی.

لدې وړاندې د پاکستان په دوره کې د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې لسو تجربه کارو لوبغاړو پاکستان ته د امنيتي ستونزو له کبله د سفر څخه انکار وکړ. او سریلانکا لوبډلې ناتجربه کاره لوبغاړي پاکستان ته ولیږل، خو دوی هلته له سختو ذهني ستونزو سره مخ شوي وو. د لوبغاړو په وینا چې هلته د هوټل په يوه خونه کې ساتل کيدل او تفریح لپاره د باندې اجازه نه ورکول کيده.

Your SEO optimized title page contents