fbpx

د کيلې او ناک پواسطه له يوه بانک څخه حيرانونکي غلا

خبريال وېبپاڼه / ۱۱ نومبر ۲۰۱۹ – لارنس وندردل چې يوه کېله په شنه ټکر کې پيچلي وه، د انګلستان بارکليس بانک ته ننوت او په یوه شعبه کې يې په ښځينه کاروونکي باندې کېله د توپانچې په څير ونيوله، او په غوسه يې ورته وويل، که غواړې ژوندۍ پاتې شې روپۍ را وباسه!!
وندردل چې ٥٠ کلن دی د ١٣٧٨ ډالرو په ارزښت يې له بانک څخه جيکونه غلا کړل او وتښتيد.
خو د لنډ وخت لپاره د پوليسو لخوا ونيول شو.
وندردل د محکمې لخوا د غلا او وسلې ګرځو په تور مجرم وپېژندل شو، اود ١٤ مياشتو په محبس او زندان محکوم شو.

لارنس وندردل که هم دې سړې خپل مخ پټ کړی وو، او سپنې عينکي او توره خولې يې په سر کړي وه.
د خلکو له لوري دهغو عکسونو پواسطه چې په ګرځنده تليفون يې ترې اخستي وو پيدا شو.

د انډي هيل د کارکوونکو د راپورنو له مخې که څه هم هغه ډير ژر ونيول شو او ټولې روپې هم بيرته ترې واخستل شوي. خو د بانک کارونکي ډاريدلي او تر فشار لاندي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې د ميوې پواسطه غلا کيږي، بلکې د روان کال په اوږدو کې يوه اسرآيلي سړي هم د ناک په وسيله چې ويل يې نارنجک بم دی. له بانګه غلا وکړه.

دغه ٤٧ کلن اسرايلې چې له لري کليوالو سيمو راغلی وو ٨٣٠٠ ډالره له بانګ څخه وتښتول.
هغه د بانګ کارکونکو ته ګواښ کړی وو که روپۍ ور نه کړې په لاس کې شته نارنجک ته به چاودنه ورکړې.
دغه سړي له نورو هټيو او دوکانونو څخه هم په دې طريقه غلا وکړه. چې وروسته معلومه شوه چې ددې سړي په لاس نارنجک نه دی بلکې تور ناک دی.

د يادولو ده چې په ٢٠١٨ کال هم د انګلستان نتويست بانګ ته يو سړی ننوت او ددې سړی په لاس کې يوه بېترۍ وه، د بانګ کارکونکو ته يې ګواښ وکړ که روپۍ ور نه کړې نو تېزاب به پرې وپاشې.

٣٨ کلن سیمون جونز چې خولۍ په سر، دسکش په لاسونو او مخ يې پټ وو ٤٦٠٠٠ ډالره چې په تعقيبونکو الو سمبال وو، له بانګ څخه غلا کړه.

که څه هم د سيمون جونز مخ پټ او څیره يې نه معلوميده، خو د هغو تعقيبونکو الو چې په روپو باندي نسب وي د پوليسو له لورې پيدا او نيول شو.
ځايې محکمې له څيړنو او پلټنو وروسته په ٤ مياشتو زندان او حبس محکوم کړ.

خو بل پلو افغانستان هم هغه هيواد دی چې هره ورځ پکې سل ګونه ځله د غلاوو پېښې رامنځته کيږي، خو له نورې نړۍ سره يې توپير دا دی چې دلته له اصلي او لويو لويو ټوپکونو سره وسلوال لارو ته روځې، او په رڼا ورځ له خلکو شوکونې او غلاوي کوي.

Your SEO optimized title page contents