fbpx

افغانستان د يو ورځنیو لوبو سيریز وروستۍ لوبه کوي

خبریال ډاټ کام/۱۱ نومبر ۲۰۱۹- د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې او ويسټ انډيز کریکټ ملي لوبډلې ترمنځ د یو ورځنیو لوبو سيریز وروستۍ لوبه نن ماسپيښين په یوه بجه په همغه لوبغالي کې ترسره کيږي.

افغانستان لدې وړاندې دواړه یو ورځنۍ سيالۍ بایللي، چې لومړۍ سيالي يې په اوو ويکټو توپير او دوهمه سيالي يې د ۴۷ منډو په توپیر بایللي ده.

افغانستان اوسمهال د سر په سر د لوبو بایللو ریکارډ ته دوام ورکړئ او د نړیوال جام راپديخوا يې د بایللو شمیر یوولس ته وراسوه.

 له بلې خوا ويسټ انډيز پدې سيالیو کې پخپل منظم پلان سره ښې لوبې کړي او ددې چانس لري چې افغانستان په روانو یو ورځنیو لوبو کې په بشپړه توګه وايټ واش یا هيڅ لوبه ترې ونه ګټي.

د ویسټ انډيز لوبډلې مشر کیرون پولارډ د خپلو لوبغاړو له کارکردګیو خوښي ښودلي. او نوموړي ويلي چې لوبغاړو ته کوم پلان ورکړي، هغه عملي کوي.

یاده دې وي چې د افغانستان خلاف د سيريز ګټلو وروسته ويسټ انډيز دا په پنځو کالونو کې لومړۍ ځل دی چې په یو ورځنیو لوبو سيریز کې بریا خپلوي. دوی په وروستي ځل په ۲۰۱۴ کال کې د بنګله دېش خلاف سيریز کې بریا خپله کړي وه. او د ۲۰۱۱ کال وروسته یې بیا لومړۍ ځل شو چې د خپل هیواد بهر سيریز کې بریا خپلوي.

د افغانستان سلیکشن کميټه هر ځلې دا دلیل وړاندې کوي چې دوی د هر پارمټ لپاره لوبغاړي د کارکردګیو په اساس او کنډيشن ته مطابق انتخابوي، خو مونږ دلته وينو چې په لوبډله کې هغو لوبغاړو ته ځای ورکول کيږي چې نه خو لیاقت او نه د پارمټ مطابق د لوبې کولو کوم تخنیک لري. دوی ته يو ځل نه، بلکې څو ځلې چانسونه ورکړل شوي دي. خو دوی خپله وړتیا بيا هم نده ثابته کړې.

کریکټ بورډ پدې وروستيو کې سلیکشن يا غوراوي کميټه کې نوي تغیرات اعلان کړل. همغه پخواني سلیکشن کميټې غړي رئیس احمدزی، دولت احمدزی او ورسره قیام کاکړ یې د انډي مولز او پاچا حسین سره په غوراوي کميټه کې شامل کړل.خو يوازې پدې برخه کې يې مجاهد ځدران له دندې لیرې کړ او نور يې پخپل ځای پريښودل.

Your SEO optimized title page contents