fbpx

افغان ایمرجینګ لوبډله بنګله دېش ته روانه شوه

خبریال ډاټ کام/۱۱ نومبر۲۰۱۹ – د اسيا ایمرجینګ سيالیو کې د ګډون په موخه افغان ايمرجینګ لوبډله نن د بنګله دېش هيواد په لور روانه شوه.

د ايمرجینګ سيالیو لپاره په نومول شوي پنځلس کسيزه لوبډله کې د شپږيزې سيالیو زیاتې ویکټې اخيستونکي بالر نجات مسعود ته هم ځای ورکړل شوی دی.

پنځلس کسيزه لوبډله کې سميع الله شینواری (لوبډلمشر)، منیر کاکړ ( ویکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال،وحید شفق،درویش رسولي،عبدالمالک،ناصر عمر،طارق ستانکزی،بهیرشاه،نجات مسعود،عظمت الله،وفادار مومند،شوکت زمان،یوسف ځاځي او عبدالوسع شامل دي.

ايمرجینګ سيالیو کې افغانستان په (الف) ګروپ کې له سریلانکا،پاکستان او عمان لوبډلو سره قرار لري.

دغه شان په (ب) ګروپ کې هندوستان،بنګله دیش، عربي متحده امارات او هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي.

د بنګله دېش په کوربتوب د ایمرجینګ اسیا جام پنځوس اوریزې سیالۍ به د راونې نومبر میاشتې په څوارلسمه نېټه پیل چې د نومبر په ۲۳مه نېټه به پای ته وراسیږي.

پدې سیالیو کې د ټولو اتو لوبډلو ترمنځ ټولټال دوولس سیالۍ ترسره کیږي. او د هر ګروپ ټاپ لوبډله به د بل ګروپ دوهم مقام لروونکي لوبډلې سره نیمه پایلوبه کې مخ شي.

افغانستان ایمرجینګ لوبډله به د خپل ګروپ لومړۍ لوبه د سیال پاکستان ایمرجینګ لوبډلې خلاف د نومبر میاشتې په څوارلسمه نېټه ترسره کړي.

دوهمه سیالي به د نومبر مياشتې په شپاړلسمه نېټه د عمان خلاف او د ګروپ وروستۍ لوبه به د نومبر میاشتې په اتلسمه نېټه د سریلانکا لوبډلې خلاف ترسره کړي.

یاده دې وي چې ددغو سیالیو سیمي فاینل او فاینل لوبه به د میرپور په شیربنګله لوبغالي کې ترسره شي.

هیره دې نه وي چې د ۲۰۱۸ کال دریم پړاو اسیا ایمرینګ کپ سیالۍ د سریلانکا او پاکستان په کوربتوب ترسره شوي وې،چې سریلانکا لوبډلې د دریو منډو په توپیر هندوستان ته پکې ماتي ورکړي وه.

په یاد ټورنامینټ کې تر ټولو ډیرې منډې د سریلانکا ایمرجینګ لوبډلې پیاوړي لوبغاړي کامېندو مندېس کړي وې چې (۳۱۰) وې او نوموړي د ټورنامینټ غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړي وه.

دغه شان زیاتې ویکټې هندي توپ اچونکي میانک مرکاندی اخیستي وې چې دوولس وې.

Your SEO optimized title page contents