fbpx

م.م: مولانا عبدالله زمونږ کارکونکی په مرګ ګواښلی

خبريال وېبپاڼه / ۱۱ نومبر ۲۰۱۹ – په کابل کې د ملګرو ملتونو یا یوناما دفتر په یوه لیک کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له کمېشنر مولانا محمد عبدالله څخه شکایت کړی دی، دا لیک چې په کابل کې د یوناما د مشر تادامیچي یاماماتو په لاسلیک د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ته لیکل شوی، په کې ویل شوي چې کمېشنر عبدالله په رسمي ناستو کې سم چلند نه کوي.

 

په لیک کې د بېلګې په توګه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ډېټابېس د مسوول بشیر علي خبره شوې ده چې کمېشنر مولانا عبدالله یې قوم او مذهب ته سپکاوی کړی او په مرګ یې ګواښلی دی. یاماماتو ویلي چې د عبدالله دا ډول چلند دوی ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی.

 

د يوناما مشر وايي، د ټاکنو د قانون د ۷ مې مادې په اساس کمېشنران باید د هېواد ملي ګټو او قوانینو ته پام وکړي او په خپلو پرېکړو کې له هر ډول قومي، ژبنیز، مذهبي او جنسیتي تبعیض او تعصب څخه ډډه وکړي، که چېرې د ټاکنو کمېسیون کمېشنران یادو مسایلو ته پام نه کوي، باید له خپلو دندو لرې شي.

 

د یوناما د مشر په لیک کې دا هم راغلي چې دوی پوهېږي، دا لومړی ځل نه دی چې مولانا عبدالله د ټاکنو په کمېسیون کې دا ډول توهین کوي، بلکې د یوناما کارکوونکي په لومړي ځل د داسې یوې صحنې شاهدان وو. یوناما د ټاکنو له کمېسیونه غوښتي چې دا مسله جدي ونیسي او نور دې اجازه نه ورکوي چې د ټاکنو په کمېسیون کې دوی او د کمېسیون د کارکوونکو لپاره کاري چاپیریال سخت شي.

 

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په دې کمېشنر تور دی چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند ډاکتر عبدالله ملاتړ کوي او په ښکاره د هغه لپاره لګیا وي. مولانا عبدالله څو ورځې مخکې هم د رایو د بیا شمېرلو سره مخالفت  و او غوښتنه یې کړې وه چې دا بهیر دې ژر نه پیلېږي.

 

له دې سره نوماند ډاکتر عبدالله هم د لویې جرګې په خیمه کې د رایو د بیا شمېرلو له بهیر سره بایکاټ وکړ او وې ویل ترڅو چې یوازې بایومیتریک رایې حساب نه شي، دوی به د رایو د بیا شمېرلو بهیر ته را و نه ګرځي.

 

د ټاکنو د کمېسون له کمېشنر مولانا عبدالله څخه داسې مهال شکایت کېږي چې خلک د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلان لپاره انتظار باسي، خو ښکاري چې د ټاکنو کمېسیون کې دننه د ډاکتر عبدالله پلویان غواړي یو ځل بیا ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۱۴ کال په څېر بحران ته بوځي او داسې یو فرصت رامنځ ته کړي چې د بایللو په صورت کې هم په واک کې شریکان وي.

Your SEO optimized title page contents