fbpx

مولانا عبدالله: د لګېدلو تورونو په اړه سپیناوی ورکوم

حبریال وېبپاڼه / ۱۱ نومبر ۲۰۱۹ – د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي مولانا عبدالله د یوناما له لوري پر نوموړي د لګېدلو تورونو په غبرګون کې ویلي دي، چې دغه سازمان دې د هغو خلکو او چینلونو خبرې نه مني چې ځینو خاصو کړیو او ډلو ته کار کوي.

مولانا وویل، هغه ادعاوې چې ګواکې، نوموړي دې کوم شخص یاهم قوم او مذهب ته سپکاوی کړی وي دروغ دي د هغه پر وینا دا ورته هیڅ د منلو وړ نه ده.

کمېشنر عبدالله دغه راز له یوناما څخه هم غوښتنه کړې ده چې هرکله دې معلومات تر تحلیل او څېړنې وروسته خپروي، پر وینا یې ځکه چې دا یو تور دی او په دې توګه چمتو هم دی چې د دغو تورونو په اړه ټولو قانوني مراجعو ته سپیناوی ورکړي.

مولانا عبدالله څرګنده کړه چې دا تورونه باید وڅېړل شي او که چېرته داسې ونه شی، نو نوموړی به یې په خپله د څېړلو لپاره لاس په کار شي. ـ

د ټاکنو کمېسیون غړی مولانا عبدالله وروسته له هغې دا څرګندونې وکړې کله چې یوناما د ټاکنو کمیسیون څخه د یو لیک له لارې د نوموړي د بد چلند څخه شکایت وکړ.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یا ماموتو نن د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته یو لیک استولی ووچې پکې یې له مولانا عبدالله څخه شکایت کړی وو.

نوموړي له حوا علم نورستانۍ څخه غوښتي وو چې د ټاکنو کمیسیون له کارکوونکو سره د مولانا عبدالله د بد چلند په اړه دې ته وضاحت ورکړي.

د یوناما مشر داهم ویلي دي چې دوی د تاکنو کمیسیون له فعالیتونو ملاتړ کوي او د هر هغه منفي اقدام مخنیوی کوي چې په دغه کمیسیون کې د ګډوډۍ سبب ګرځي.

تادامیچي په دغه لیک کې ویلي مولانا عبدالله د ټاکنو کمېسیون د ډیټابیس مسوول بشر علي هم په مرګ ګواښلی دی چې د دې او نورو ورته تورونو په اړه دې ورته سپیناوی ورکړي.

دغه راز یوناما د ټاکنو خپلواک کمېسیون په اړه هم ویلي دي چې د رایو شمېرنې په برخه کې له سترو مدیریتي ننګونو سره مخ شوي دي.

یوناما ټینګار کړی دی چې دوی د یاد کمیسیون له کار کوونکو سره مرستې او همکارۍ ته ژمن دي او په دې برخه کې به اړیني مشورې ورسره شریکي کړي څو د پاکو رایو پر بنسټ رڼې پایلې اعلان کړي.

د یادونې وړده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې به د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د عقرب میاشتې پر ۲۵ مه نېټه اعلان شي، خو ورځ تر بلې له سترو ننګونو سره مخ کېږي.

Your SEO optimized title page contents