fbpx

د ښکلې لکۍ لرونکي طاووس کیسه

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ نومبر ۲۰۱۹ – یوه ښکلي طاووس، چې ډېرې ګلالۍ بڼکې، وزر او لکۍ یې لرل، په ګڼ او شنه ځنګل کې یې ژوند کاوه. د هغه پر وزرونو کې شنو او آسماني شنو بڼو د نورو حیواناتو سترګې برېښولې. طاووس چې پوه شو، چې د ځنګله نور حیوانات په ډېره حیرانتیا زما ستاینه کوي، نو په همدې وخت کې یې په ناز او غرور ښکلې لکۍ خلاصه کړه، دوی ته یې وکتل او په ډېر ویاړ او خوښۍ سره والوت. د ځنګله د حیواناتو چې ښکلې لکۍ ډېره خوښېده، نو هغه ته یې ونه ویل، چې پښې دې ډېرې کرغېړنې او غږ دې هم چندانې خوندور نه دی.طاووس چې پر خپل ځان ډېر ویاړ کاوه، هېڅکله یې کوم دوست ونه موند او تل به یوازې و.

د دغه شنه ځنګل په څنډه کې یو سیند و، چې ټول حیوانات به د تندې پر وخت ورتلل. یوه ورځ طاووس په دې خاطر سیند ته روان شو چې هم اوبه وڅښي او هم نورو حیواناتو ته د خپلو بڼکو ښکلا وښيي. هلته چې ورسېد دوې سویې یې ولیدې، چې یوه یې تور رنګه مشکي نومېده او بلې سپین رنګ درلود چې واورینه یې بلله. دوی دواړو له یو بل سره لوبې کولې، چې په دې وخت کې یې په لوړسري طاووس سترګې ولګېدې او ورته ویې ویل: “پر ښکلي طاووس د سلام وي، اه! څومره ښکلی شین رنګه مرغه دی، کله چې د الوت پر وخت خپلې وزرې پرانیزي، نو پر ځمکه یې ټول دوستان صفتونه شروع کړي…”

خو طاووس د سویو دغو خبرو ته هېڅ توجه ونه کړه، لا یې هم کوښښ کاوه او په ډېر غرور یې خپل تګ ته ادامه ورکړه. طاوس روان وو خو د لارې پر سر یې هغه اغزي‌لرونکي سیم ته هېڅ پام نه و چې ناڅاپه یې د ده لکۍ راونیوله. طاووس غوښتل چې خپله لکۍ له هغه سیم څخه خلاصه کړي خو دا کار ډېر سخت و او په ډېرو زوونو وهلو سره یې د لکۍ ځینې بڼکې غوڅې شوې. طاوس پر خپل تګ دومره ډېر خپه شو چې آن چغې یې کړې او په لوړ آواز یې ژړا پیل کړه. مشکي او واورینه چې له ده څخه لرې شوې وې، د طاوس غږ یې واورېد، کله چې یې سرونه هسک کړ، طاوس یې ولید. سمدلاسه شا ته راغلې او د مرستې لپاره له اغزي لرونکي سیم څخه تېرې شوې. واورینې سویې د طاووس لوېدلې بڼکې راټولې کړې او یوې تارکشې ته یې، چې په خپله ځاله کې ناسته وه، وویل: “تارکشې خاله د طاووس ښکلې لکۍ خرابه او پوچه شوه راځه کومک ورسره وکړه.”تارکشه ودرېد او ویې پوښتل: “څه باید وکړم؟”
واورینې وویل: “زه او برفي به ټولې لوېدلې بڼکې د طاووس پر لکۍ بېرته سره راټولې کړو او ته بیا په ډېر کوښښ لامده تارونه پرې واچوې او هغه به بېرته سره یوځای کړې.”
تارکشې خاله وویل: “ښه، دا کار به وکړم.”

وروسته له هغې برفي او واورینې ټولې لوېدلې بڼکې یوه یوه راټوله کړه او په ډېره ځیره‌کۍ یې د طاووس په لکۍ کې پر خپلو ځایونو کې کښېودې او تارکشې د لمدو تارونو په وسیله سره کلکې او سرېښ کړې. پر دې سره د طاووس لکۍ بېرته د پخوا غوندې شوه. طاووس ډېر خوشحاله شو؛ له تارکشې خاله، برفي او واورینې څخه یې ډېره مننه وکړه او د هغوی ملګری شو.
د غه د طاووس لپاره یوه نه هېرېدونکې ورځ وه، ځکه چې په همدې ورځ یې د لومړي ځل لپاره ملګري پیدا کړل او پوه شو چې په خپله ظاهري ښکلا باید مغرور نه‌شي. اوس د ده لپاره تر ټولو مهمه دا وه، چې نور دوستان او ملګري هم پیدا او ورسره مینه وکړي؛ البته داسې ملګري چې په سختۍ او خوشحالۍ دواړو کې یې ترڅنګ وي.
سبا ورځ طاووس برفي، واورینې او تارکشې خاله او د هغوی دوستانو ته بلنه ورکړه چې کور ته یې ورشي او د دوی لپاره په جوړه‌شوې مېلمستیا کې ګډون وکړي. هغوی هم ورغلل او څو ساعته یې په خوښۍ سره تېر کړل.
د ځنګل نورو حیواناتو له دې پېښې وروسته هېڅلکه بیا د غرور په خاطر د طاووس لوړ سر ونه لید.
پای
ژباړه؛ عصمت الله صالح

Your SEO optimized title page contents