fbpx

د راشد او اصغر لوبډله په سپین میدان پاتې شوه

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ نومبر ۲۰۱۹ – د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ په هند کې د افغان لوبډلې په کوربه توب د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دریو سیالیو کې په پرله پسې توګه افغانستان ماتې ومنلې چې په دې سره افعان ملي لوبډلې د نړیوال جام را وروسته په ۱۲ سیالیو کې په مسلسله توګه ماتې وخوړې.

په نننۍ دریمه سیالی کې پچه ویسټ انډیزۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه په لومړۍ پاڼۍ کې افغان لوبډلې هم په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه، خو دفاع یې ترې ونکړه.

د افغان لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې منډې اصغر افغان جوړې کړې نوموړی په ۸۸ منډو باندې وسوځېده، ورسره حضرت الله ځاځي ۵۰ او محمد نبي هم ۵۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې د هدف په تاکلو کې ښه رول ولوبوه.

د ویسټ انډیز لپاره په توپ اچونه کې کیمو پاویل درې مهم لوبغاړي وسوځول، ورسره جوسیپ الزاري هم دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل چې د افغان لوبډلې د لوړ هدف مخه یې ونیوله.

ویسټ انډیزۍ لوبډلې د افغانستان د ۲۵۰ منډو هدف په ۴۹ اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې په دریمه یو ورځنۍ سیالۍ کې هم ماتې ورکړه چې په دې سره یې افغانستان وایټ واش کړ.

د ویسټ انډیزۍ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ویکټ ساتوونکي او پیلیز توپ وهونکي شای هوپ ۱۰۹ منډې جوړې کړې او په دې لوبلړۍ کې لومړۍ سلیزه ووهله.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې نن مجیب الرحمان تر ټولو ډیر دوه لوبغاړي وسوځول، ورسره شرف الدین اشرف، راشد خان او محمد نبي یو- یو لوبغاړی له مخې پورته کړ خو له هدفه یې دفاع ونکړه.

د دې لوبې غوره لوبغاړی شای هوپ ونومول شو چې نوموړي نن سلیزه هم ووهله .

د کرکټ مینوال او مبصرین بیا وایي، چې د دې سیریز لپاره لوبډله د راشد خان او د اصغر افغان په ملګرتیا جوړه شوې چې له همدې امله یې پرله پسې ماتې وخوړې.

د یادولو ده چې افغانستان او ویسټ انډیز په هند کې درې شل اوریزې او یوه ټېسټ لوبه هم لري چې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د همدې میاشتې پر ۱۴ مه نېټه پیل تر ۱۷ مې پورې به دوام ولري.

Your SEO optimized title page contents