fbpx

د میدان وردگو ولس له زورواکي علي پوره شکایت کړی

خبريال کابل/۱۲ نومبر ۲۰۱۹- علي‌ پور د ظلمونو خلاف، خلکو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې له حکومته غوښته وکړه چې نور د دغه ظالم کس نابشري او نااخلاقي کړنو ته د پای ټکی کېږدي.

د وردګو ولایت سپینږیرو، مخورو او قومي مشرانو په یوه خوله د افغانستان د دفاع وزارت ووننګاوه چې د دوی په شتون کې د عبدالغني علي‌پور په نامه نامسووله کس د ولسونو په ځورونې لګیا دی.

که څه هم له تېرو اتلسو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې ملي پوځ، ملي پولیس او نورې استخباراتي ادارې د پخوا په پرتله پیاوړې دي، خو د دغو ټولو سره سره بیا هم د علي‌پور غوندې خپلسري کسان مستقیماً د خلکو پر ځانونو او مالونو تېری کوي او په هېواد کې د شته بدبختیو اور ته لمن وهي.

دا غونډه چې د کابل په کانټینېټل هوټل کې وه، د وردګو د اوسېدونکو لخوا پکې د علي‌پور له وحشتونو او جنایتونو پرده پورته شوه او د ده خپلسري فعالیتونه پکې په کلکو ټکو وغندل شول. د دغه قوماندان د نامسولو وسله‌‌والو لخوا پر وردګ ولسونو کړي ظلمونه د ویډیویي کلېپ په بڼه وښودل شول. په دې غونډه کې هغو دوو کسانو هم ګډون درلود چې د علي‌پور په لاس له وژل‌شوي انجینیر، فضل الربي سره یوځای بندیان وو. د دغو دوو کسانو په وینا چې دوی د علي‌پور خپلسرو وسله‌والو اتلس ورځې بندیان کړي وو.

د غونډې په وروستیو شېبو کې یو ځل بیا وردګ ولسونو د یوه پرېکړه‌لیک په بڼه پر حکومت غږ وکړ چې که د دغه نامسوله قوماندان د کړنو مخنیوی ونه کړي، ښايي د ولس او حکومت ترمنځ فاصله زیاته او یو لوی ناورین رامنځته شي.

خلک وايي چې عبدالغني علي‌پور له ۶۰۰ نامسولو وسله‌والو سره د وردګو او بامیانو پر لویه لاره تخریبي فعالیتونه ترسره کوي او د خلکو په وژلو، د ماشومانو په اختطاف او په نورو غیرانساني کړنو کې لاس لري. دغه خپلسری قوماندان وخت ناوخت د شتمنو زامن اختطاف کوي او د پيسو غوښتنه ترې کوي چې یو مثال یې انجینیر فضل الربي دی. دغه انجینیر د علي‌پور د خپلسرو وسله‌والو لخوا وتښتول شو او له اتلسو ورځو وروسته یې د غوښتل شویو پيسو د نه ورکولو په خاطر وواژه.

Your SEO optimized title page contents