fbpx

 سپینه ماڼۍ له افغانستانه د وتلو پلان نه لري

د امریکې د پوځي شورا یوه عالي رتبه چارواکي ویلي ملک یي نه غواړي له افغانستان څخه شوبلي او لښکر وباسي.

ګمانونه داسي ول چې ګواکي واشنګټن افغان جګړه کې ستومانه دی، او ژر به دغلته خپل پوځي شتون پای ته ورسوي، لیکن اوس دا انګیرني ناسمي وختي.

د امریکې د پوځ یوه څلور ستوري جنرال مارک میلي ویلي افغانستان د دوي دوامدار حضور ته اړتیا لري او دا هغه څه دي چې افغان ولس یي غواړي.

زاړه تجربه کار جنرال، مارک ميلي له امريکايي اې بي سي تلويزيون سره مرکه کې ویلي، امريکايي ځواکونه د سپتمبر له پېښو وروسته په دې موخه افغانستان ته ورغلل چې ډاډ ترلاسه شي دغه هېواد بيا د هغو توندلارو په ځاله بدل نشي چې ښايي امريکا په نښه کړي او دا ماموريت تر اوسه پوره نه ښکاري.

د نوموړي په خبره، امريکايي ځواکونه ښايي د نورو څو کلونو لپاره افغانستان کې پاتې شي.

د جنرال ميلي په باور افغانستان کې د ماموريت بشپړېدو لپاره اړتيا ده چې افغان حکومت او افغان ځواکونه د خپل کورني امنيت د ساتلو جوگه وي چې د ترهگرو مخنيوى وکړي:

اوس د دغه جنرال دا وروستۍ څرگندونې د ولسمشر ټرمپ له څرگندونو سره ظاهرا” په ټکر کې برېښي.

د امریکې جمهور ریس وار وار ويلي چې د امريکا د اوږدو جگړو د پاى ته رسولو وخت را رسېدلى او له سوريې د يو شمېر امريکايي ځواکونو د ايستنې پر مهال هم ورته خبرې کړې وې.

هغه دا هم وايي چې په سوريه کې به هم د دوى ځواکونه د يوې پام وړ مودې لپاره پاتې وي.

نوموړی سوريه کې د امريکايي سرتېرو د پاتې کېدو لامل په اسلامي دولت نومې ډلې د فشار ساتل بولي او د نوموړي په وينا ښايي شاو خوا ٥٠٠ سرتېري هلته پاتې شي.

همدا اوس وخت،  شاو خوا څورلس زره امريکايي سرتېري په افغانستان کې دي چې د دغو ځواکونو وتنه د سولې لپاره د طالبانو اساسي غوښتنه ده.

افغان سولې لپاره د امريکا استازي ويلي و چې د سولې د خبرو اترو په بهير کې په اصولو کې پر دغه ټکي هوکړه شوې وه.

خو ولسمشر ټرمپ طالبانو سره د امريکا د سولې خبرې چې ظاهرا” بشپړېدو ته نږدې وې د يوه ټويټ په خپرولو لغوه کړې.

ټرمپ د سولې خبرو د لغوه کولو لامل تېر سپتمبر په کابل کې د طالبانو يو بريد په گوته کړ چې پکې د يوه امريکايي په گډون دوولس تنه وژل شوي وو.

ټرمپ وویل چې دوي په افغانستان کې سږ کال تر بل هر کال ډير طالبان تباه کړي دي.

د هغه ادارې اعلام وکړ چې یوازي لس زره طالبان یي په اګسټ او سپټمبر میاشتو کې د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې وژلي او په غټ شمیر کې ټپي او اسیر نیول شوي دي.

افغان دولت هم ډاډ ورکړ چې د طالبانو پسرلنی بغاوت یي ټکولی او هغوي نه یوازي دا چې پرمختګ نه دی کړی بلکي ډيري سیمي یي له ولکې وتلي دي.

دفاع وزیر اسدالله خالد وویل چې د ترهګرو ځالو ته ورځي او کومانډویان به شپه او ورځ یرغل ګر وځپي.

میرویس جلالزی

Your SEO optimized title page contents