fbpx

اجی دیګن ۳۰ کاله هندي سينما کې پوره شول

خبریال ډاټ کام/۱۲ نومبر ۲۰۱۹- د هند بالیووډ فلمي ستوري اجی دیګن په فلمونو کې د کار کولو دیرش کاله پوره شول. نوموړي په لومړي ځل په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د پهول اور کانتی فلم کې راښکاره شول او له هغې مودې راهیسې نیولې، تر نن ورځ پورې د نوموړي دیرش کاله په بالیووډ سينما کې تیر شول.

اجی دیګن به پدې سره دوه خوشحالۍ ونمانځي، یو دا چې نوموړي ديرش کاله په بالیووډ فلمونو کې تير شول او بل دا چې د هغه فلمونو شمير سلو ته ورسيد.

د نوموړي راتلوونکي سلم فلم ’ تنهاجی’ په نوم دی چې د راتلوونکي جنورۍ مياشتې په لسمه نېټه به پای ته وراسيږي.

د تنهاجي فلم پوسټر جوړوونکي د اجی دیګن تصوير او د هغه ۹۹ بالیووډ فلمونو په يوه پوسټر کې ځای کړي او پدې پوسټر کې اجی دیګن پداسې غصه ناک انداز کې لیدل کیږي.

پوسټر جوړونکي ددغو پخوانيو فلمونو، د لیجېنډ اف بهاګت سینګ،سینګام،پيار تو هونا هی تا، هوم دل دی چوکي صنم، شېوي،دريشام،ګولمل،اومکارا،اونس اوپن ا ټايم این ممبی او نور فلمونو څخه ځینې د غم، خوشحالۍ،مينې، خندا، ژړا او نورې صحنې سرسري راخیستي او یو کوچنی ویډيو کلیپ يې هم ترې جوړ کړی دی.

د بالیووډ ځينو فلمي ستورو شاروخ خان او رېتيش دشموک او ارشاد وارثي هم نوموړي ته په بالیووډ سينما کې د دیرش کالونو تيرولو مبارکي ورکړي ده او نوموړي ته يې په راتلوونکي کې د بریا غوښتنه کړي ده.

د هغې میرمنې کاجل هم اجی دیګن ته په فلمي نړۍ کې د دیرشو کالونو او سلو فلمونو پوره کیدلو مبارکي ورکړي ده.

نوموړې لیکلي : «سل فلمونه او دیرش کاله!… له پهول اور کانتی فلم نیولې تر ګولمل او شېوي فلمونو پورې او بالاخره تر تنهاجي!، په ویاړ سره درته د سلو فلمونو د کلیزې مبارکي وړاندې کوم.»

شاروخ خان لیکلي: « زما ملګري اجی دیګن ته د نورو سلو فلمونو پوره کولوغوښتوونکی یم. او په نورو کارنامو کې درته ښه بحت غواړم.»

رېتش دشموک لیکلي: « دیرش کاله او سل فلمونه….  د وجود او باډې وارک په زړه پورې کار.پدې هيله چې د تل لپاره مونږ خوښ او خوشحاله وساتې.»

د اجی ديګن سلم فلم «تنهاجي» چې د اوم رات لخوا يې ډایریکټري کيږي، ورسره بهوشان کمار، کریشمان کمار هم ورسره دي. ټاکل شوي وه چې د روان کال په وروستیو کې به نندارې ته وړاندي شوی وی. خو دغه فلم به اوس د راتلوونکي کال د جنورۍ په لسمه نېټه نندارې ته وړاندې شي.

Your SEO optimized title page contents