fbpx

 اسماعیل: چین ته د تلونکو افغان مرکچیانو نوملړ وروستی نه دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ نومبر ۲۰۱۹ – د افغانستان د لویدیځ یوه جهادي کوماندان په چین کې د طالبانو او حکومت تر منځ د خبرو په اړه تازه جزیات خپاره کړي.

نوموړی چې اوس په حکومت کې دنده نه لري له کلونو راهیسي د اوبو او بریښنا وزیر پاتی شوی وو.

هغه کرزي ته نږدې کس دی او لا یي هم اغیز په لویدیځ هرات او غور ولایتونو کې دروند لیدل کیږي.

تورن اسماعیل ویلي چې افغان حکومت د چین په غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ وروستۍ کړی نه دی او لا هم د دغه پلاوي د ترکیب په اړه سلامشورې روانې دي.

نوموړي  چې تر اوسه یې په چین کې د بین الافغاني ناستې په نوملړ کې نوم شته د حکومت د هغو خبرو په اړه چې ګواکې د افغان دولت نوملړ بشپړ شوی وایي:  لا تر اوسه هم د یاد نوملړ د بشپړېدو په برخه کې د افغان حکومت او د سیاسي څېرو او ګوندونو ترمنځ خبرې روانې دي او ټاکل شوې د روانې اوونۍ په پای کې دغه پلاوی بشپړ شي.

مخکینی جهادي مشر محمد اسماعیل خان په دې اړه زیاته کړه:«په دغه پلاوي کې کابو ۲۵ حکومتي او سیاسي څېرې شاملې دي، چې پرې خبرې روانې دي او بالاخره مجبوراً په همدې اوونۍ کې باید پایلې ته ورسېږي، او هغه نوملړونه چې تراوسه اعلان شوي دي، د منلو وړ نه دي.»

خو افغان حکومت د دغه پلاوي له بشپړېدو خبر ورکوي او همداراز په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځینې سرچینې وايي، د دغه پلاوي نومونه له چین حکومت سره هم شریک شوي څو په بیجینګ کې د بین الافغاني ناستې نېټه هم وروستۍ شي.

د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتېژیکو اړیکو د عمومي ادارې مشر وحید عمر په دې ړه څرګنده کړه:«پلاوی د افغان حکومت له لوري وروستۍ شوی او له ټولو لورو سره پرې خبرې هم شوې دي، داسې پلاوی دې جوړ شي چې متمرکز، مشخص او ګټور وي.»

له بل لوري مخکینی جهادي مشر محمد اسماعیل په مسکو کې د بین الافغاني ناستې په پرتله د چین بین الافغاني ناسته مهمه بولي.

ښاغلی اسماعیل په ډاګه وايي:«طالبان غواړي چې په داشان غونډو کې د افغان حکومت د استازو ترڅنګ، مهمې او اغېزناکې سیاسي څېرې هم دخیلې وي.»

په غونډه کې د طالبانو له اړخه تر اوسه دچا د نوم په اړه څه نه دي ویل شوي.

له دې ټولو سره سره د طالبانو یو مخکینی قومندان چې په دې وروستیو میاشتو کې یې په قطر کې له طالب استازو سره هم کتلي په دې باور دی چې، طالبان به د بیجینګ په ناسته کې له هغه پلاوي سره وګوري چې، په هغې کې سیاسي نوموتې څېرې شتون ولري.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینې وايي په چین کې بین الافغاني ناسته به ښايي د نومبر پر یوویشتمه پیل او دوه ورځې به دوام وکړي.

په دغه ناسته کې یو شمیر افغان میرمنو ته هم د ګډون حق ورکړل شوی خو کره نومونه یي تر اوسه نه دي معلوم.

دغه ناسته د قطر له ناستو وروسته د افغان سولي په باب د خپل ډول نوي هغه ده .

میرویس جلالزی

Your SEO optimized title page contents