fbpx

ایا د ببرک کارمل او ځنګله په کیسه خبریاست ؟

خبريال کابل/ ۱۲ نومبر ۲۰۱۹- د ۱۹۷۸ او ۷۹ز کال په ژمي کې د هغه وخت افغان کمیونسټي رژیم په چېکوسلواکیا کې د پخواني سفیر ببرک کارمل د وژلو لپاره یوه ډله وګومارله.

د هغه وخت چېکوسلواکیا چارواکو د نوموړي او دهغه کورنۍ د ژغورلو لپاره د ختیز جرمني له پولې سره نېږدې په یوه ځنګلي سیمه کې ورته کور ورکړ.

د چېکوسلواکیا د پخوانيو استخباراتي پولیسو له لورې خپرې شوي ۳۷۰ پاڼې اسناد په لومړي ځل د کارمل د پټ ژوند کیسه کوي.

د چېک جمهوریت حکومت د هغه وخت پټ اسناد اوس په ډاګه کړي.

کله چې پر ۱۹۷۹ز د افغانستان خلق ډېموکراټیک ګوند کودتا وکړه نو تر کودتا څو میاشتې وروسته یې په جولای کې ببرک کارمل چېکوسلواکیا ته د سفیر په توګه واستاوه.

د خلق ډېموکراټیک ګوند اصلاً د دوو چپو سیاسي ډلو اېتلاف وو چې یو یې پرچم او بل یې خلق نومېده. چې په خپل منځ کې يې ډری وخت ستونزې درلودې.

د هغه وخت ولسمشر نور محمد تره کي چې دخلق ډيموکراتيک ګوند مشر هم وو. نورمحمد تره کي د رامنځته شوي کړکېچ د ختمولو لپاره د پرچم ډلې سلګونه غړي او ملاتړي ووژل او مخکښه مشران یې له هيواد بهر نورو هېوادونو ته د سفیرانو په توګه ولېږل. چې کارمل د پرچم ډلې مشر هم پکې وو.

کارمل چې د چېکوسلواکیا پلازمېنې پراګ ته د سفیر په توګه ورسېد نو پر خلقیانو یې د کودتا پلان جوړ کړ، خو کابل یې له ارادې خبر شو او د سېپټېمبر په مياشت کې یې هغه له دندې ګوښه او هېواد ته یې راوغوښت.

له چېکوسلواکيا نه د سياسې پنا غوښتنه

د هغه وخت د چېکوسلواکیا د پټو پولیسو اسناد ښيي چې کارمل چېکې چارواکو ته وویل، چې ژوند یې په خطر کې دی او که افغانستان ته ولاړ نو ښايي ووژل شي.

له چېکوسلواک څخه د دببرک کارمل سیاسي پناه غوښتنه هغوی چېکې چارواکو ته ستونزي پېښې کړې، ځکه چې چېکوسلواکیا خپله د پخواني شوروي اتحاد تر اغېز لاندې کمیونسټ او د تره کي حکومت ملاتړی هېواد وو.

دغه اسناد ښيي چې د چېکوسلواکیا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال دوشان سپاچېل په پراګ کې د شوروي اتحاد په سفارت کې د “نوفيکوف” په نوم له یوه ډېپلوماټ سره ولیدل او مسکو چې ورته مثبته اشاره ورکړه نو د چېک حکومت کارمل او کورنۍ ته یې پناه ورکړه.

چېکوسلواکیا د هغه مهال لسمشر تره کي ته درواغ وویل ،او دا يې بهانه کړه چې کارمل “د زړه په ناروغۍ اخته دی او هغه اوږدې درملنې ته اړتیا لري نو ځکه یې غوښتنه نه شوه ردولای.”

په کابل کې چېک سفیر چې تره کي ته دا خبره وکړه نو هغه وویل: “د کارمل ناروغي جعلي ده او باید کابل ته ستون شي ځکه چې د ګرفتارۍ امر یې صادر شوی.”

ددغو اسنادو له مخې د سېپټېمبر مياشتې په پای کې د چېکوسلواکيا چارواکو کارمل، د هغه ښځه او څلور بچي له پراګه شاوخوا ۱۶۰ کیلومیټره لرې کراسلېڅې سیمې ته ورسول چې غرییزه او ځنګلي سیمه ده.

حکومت استخباراتي پولیسو ته دنده وسپارله چې ټينګه ساتنه یې وکړي او د کارمل هره کړنه وڅارې.

د کارمل د وژلو پلان او ډله

د ۱۹۷۹ز کال د جنورۍ مياشې پټ اسناد ښيي چې له کابله ښايي “درې کسان چېکوسلواکیا ته لېږدول شوي ول چې د کارمل د اوسېدو ځای معلوم کړي او ویې وژني.”

په اسنادو کې راغلي چې کابل په چېکوسلواکیا کې نوی “افغان سفیر هم ښايي خبر کړی وو” او ورته یې د استول شویو کسانو “د مالي او نورو شيانو ملاتړ د ویلي وو.”

ددغو پټو اسنادو له مخې، د کارمل وژلو لپاره چېک سلواکيا ته څارګر افغانان، د زده کوونکو، کاروباریانو او سیلانیانو” په توګه ورغلي ول.

خو بل خوا بيا د چېکوسلواکیا استخباراتي پولیسو ته په هېواد کې دننه د ټولو افغانانو د معلوماتو را غونډولو، هېواد ته د ورتلونکو افغانانو د څارلو او د کارمل د کور د امنیت ټینګولو دنده وسپارل شوه.

استخباراتي پولیسو کارمل ته وویل چې دی بايد په پوسټکارډونو کې ولیکي چې چېکوسلواکیا پرېږدي. دا کار هغوی د دې لپاره وکړ چې افغان سفارت وغولوي.

خو په هغه وخت کې کارمل او کورنۍ یې د کراسلېڅې سیمې په غرونو، ځنګلونو او ډنډونو کې سیل کاوه.

چېکې حکومت ددې سیمې د ځنګلونو مشر” یرژي یلېنېک“ ته د کارمل او د هغه د کورنۍ د اړتیاو پوره کولو امر کړی وو.

د یلېنېک زوی چېنېک د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ته ویلي چې له خپل پلار سره یې د کارمل کورنۍ ته پام کاوه.

دی وايي، کارمل او کورنۍ یې د “عادي” خلکو په څېر برخورد کاوه او د “اروپایانو په څېر جامې” یې اغوستې.

۶۷ کلن چېنېک یلېنېک وايي، استخباراتي پولیسو یې کور څاره او ښايي ټېلېفون یې هم ثبتاوه.

د کارمل ځای معلوميدل او د هغه کډه کيدل

د جنورۍ په پای کې د کارمل د اوسېدو ځای معلوم شو، او استخباراتي پولیسو هغه او کورنۍ یې سمدستي د سکلېنې تېپلېڅې په نوم یوه کلي ته ولېږدول.

اسناد ښيي چې څو ورځې وروسته استخباراتي پولیسو د کارمل د مشکوکو وژونکو په اړه معلومات ترلاسه کړل. په هغوی کې یې یو کلکاني نومېده چې له اسنادو سره سم “شاوخوا ۴۰ کلن، لوړ، غنمرګی سړی وو چې تور ویښته یې لرل او بد برخورد به یې کاوه.”

د ياد ولو ده چې کارمل په يوه لیک کې دږ شوروي چارواکو ته ولېکل چې که ولسمشر شي نو افغانستان له شته ستونزو وژغورې.

هغه مهال د کارمل کورنۍ د عادي خلکو په څېر ژوند کاوه، دوه بچي یې د کلي ښوونځي ته تلل او یو یې د سیمې د فوټبال په لوبډله کې لوبغاړی وو.

دغه پټ اسناد ښې چې کارمل به د استخباراتي پولیسو “په اجازه هره اوونۍ یو ځل له کوره ووت او د ‘زیار ناد هرونوم’ په نوم کلي ته به یې سفر کاوه.”

او دا هم ويل شوي چې کارمل له هغه ځایه په فرانسه، پخوانۍ یوګوسلاویا او پخوانۍ غربي جرمني کې د پرچم جلاوطنه غړو ته ټېلېفونونه وکړل.

کارمل په هغه کلي کې درې میاشتې وخت تېر کړ چې هم پیسې ورسره نه وې.

د شوروي اتحاد مشرتابه ته لیک

هغه مهال یې د چېکوسلواکیا چارواکو او د شوروي اتحاد د کمیونسټ ګوند مرکزي کمېټۍ ته لیکونه واستول چې پکې یې په پراګ کې د اوسېدو غوښتنه وکړه او پر تره کي او د هغه پر مرستیال حفیظ الله امین یې نېړکې وکړې.

کارمل په لیک کې د شوروي چارواکو ته ویلي ول چې که ولسمشر شي نو افغانستان له شته ستوتزو ژغورلای شي.

د دې لېکونو له ليږد وروسته کارمل بلې سیمې ته انتقال شو او د روسیې تاريخي او تحقیقاتي خبریال ولادیمیر سنېګېریوف وايي، تر دې وخته شايد کارمل درې مشکوک وژونکي وژل شوي ول.

او دغهاسناد دا هم ښيي چې استخباراتي پولیسو ته معلومه شوه چې په چېکوسلواکیا کې د افغان سفیر محمد یاسین بنیادي، دوو زامنو د کارمل دوژنې لپاره وسلې اخیستې وې چې وروسته یې له سفارته ټولې کړې.

د يادونې وړ ده چې پر ۱۹۷۹ز کال د ډېسېمبر پر ۲۷مه د شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ او ببرک کارمل یې نوی ولسمشر کړ.

چې کارمل بیا په ۱۹۸۱ز کال پراګ ته د ولسمشر په توګه ته ورغی.

Your SEO optimized title page contents