fbpx

څنکه کولای شو له نورو سره موَدبانه خبرې وکړو؟

خبريال وېبپاڼه/ ۱۲ نومبر ۲۰۱۹- دغه موضوع چې څنګه وکولای شو با ادبه خبري وکړو، د ډيرو لپاره خورا مهمه ده، ځکه هغوی غواړې چې له نورو خلکو سره با اخلاق او مودبانه ژوند وکړي.

دا لېکنه مو په خبرو کې داحترام او ادب په اړه ده، تر پايه يې ولولئ.

غوره او ښې خبرې کول د دې ښکارندويې کوي چې موږ د غوره او عالي شخصيت لرونکي يو.

ډیری په دې باور دي چې مودبانه خبري کول رسمي يا تشريفاتي خبري دي خو نه داسې نه ده ځکه په ډير ساده لحن و لهجه خبري کول خو چې غوره او ښې خبري وي.

د نورو خبرو ته غوږ نيول

که غواړﺉ چې مودبانه خبري وکړﺉ دا هم بايد په ياد ولرﺉ چې غوږ نيول زده کړﺉ او د نوروخبرو په دقيق ډول غوږ ونیسئ
په ورځنې ژوند کې موږ له ډيرو خلکو سره مخ کيږو، دا مهمه نه ده چې تل بايد موږ خبري وکړو بايد نورو ته هم غوږ ونيسو او خبري يې واورو. هغه څوک چې د غوږ نيولو عادت نه لري په ژوند کې له ډيرو ستونزو سره مخ کيږي.
دا به شايد تاسو ته هم بده ښکاره شې چې تاسو خبري کوﺉ اومقابل لور مو بې پروا وي او غوږ نه درته نيسې.

مقابل لوري ته کتل

مقابل لوري ته کتل هم لکه غوږ نيول داسې دي. مخامخ سترګو ته په کتو کولای سره شو د مقابل لورې له احساساتو او اهدافو څخه خبر شو ، او په دې سره کولای شو هغه څوک چې خبري کوي پو کړو چې موږ ته يې خبري مهيمې دي. چې په دې سره د دواړو تر منځ صميمانه اړيکه رامنځته کيږي

زموږ خبري بايد روانې او ساده اووسې.

موږ بايد تل کوښښ وکړو چې خبري مو ساده وي، هر څوک پرې پو شې داسې نه چې په هر ځای کې لغاتونو کارو، او خلکو مو په خبرو نه پوهيږو. دخبرو کولو تر ټوبو ښه ادب دا دی چې موږ له هر چا سره د هغه په ژبه او رقم خبري وکړو.

د نا مناسبو الفاظو له کارولو ډډه کول

ډیری وخت ځني خلک په خبروکې داسې الفاظ کاروي چې په معنا يې نه پوهيږي چيرته يې له نورو اوريدلي وي.
ځنې خلک به مو ليدلې وي ددې پر ځای چې د الله احسان ده ووايې.
داسې وايې دالله انسان ده.ځني د توفيق پر ځای توفير وايې چې دا ناسم کليمات دي او زموږ په خبرو اترو بد اغيز کوي.

په خبرو کې د نورو شخصي حريم ته مه داخليږﺉ

داسې خبري مه کوﺉ او يا داسې الفاظ مه کاروﺉ چې دچا د سپکاوي او توهين سبب شې.يا دا ځنې بې له دې چې فکر وکړي ټوکی کوي متلونه وايې، خو دېته يې پام نه وي چې په دې ټوکه د نورو سپکاوی کوم.يوازې په دې خاطر چې وخاندي او يا نورو وخندوي.

با ادبه خلک بدې خبري نه کوي.

بدي خبري او ناوړه کليمات هغه څه دي چې ډيرو خپل نږدې ملګري له لاسه پکې ورکړي، او يا يې په دې ناوړو خبرو د ډيرو خلکو زړونه ازار کړي دي.
چې دا کار با ادبه خلک نه خوښوي.
خپله ژبه هم کلا ده هم بلا

Your SEO optimized title page contents