fbpx

کمېسیون: د ځینو ستونزو له امله پایلې پر وخت نه شو اعلانولی

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ نومبر ۲۰۱۹ – د افعانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو نن په یوې خبري غونډه کې ویلي دي چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به بیاهم د ځینو ستونزو له کبله پر وخت اعلان نه شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د خپل کار له پیله تر اوسه یې هڅه کړې ده چې د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ رڼې پایلې اعلان کړي، خو د ځینو ستونزو له کبله یې تر اوسه د پایلو اعلان له ځنډ سره مخ کړې دی.

دوی په دې خبري کنفرانس کې غیربایومتریک رایې یو ځل بیا هم نامعتبرې او بې اعتباره وګڼلې او ویې ویل چې د دغه بنسټ مسوولین او کارکوونکي د ټاکنو جوړ شوي قانون او طرزالعملونو ته ژمن دي.

د ټاکنو کمېسیون پر وینا د هېواد په ډیری ولایتونو کې دا مهال د هغو رایو بیا شمېرنه او تفتیش له سره پیل شوې دی چې په اړه یې ډیر شکونه او شکایتونه موجود وو.

د کمېسیون د مشرې حوا علم نورستانۍ پر وینا دا مهال دغه مهم بهیر په ۲۰ولایتونو کې جریان لري چې له جملې په بادغیس کې پای ته رسېدلی؛ خو په ۱۴نورو ولایتونو کې ځينې ټاکنیز ټیمونه نیوکې لري.

نورستانۍ زیاتوي، د افغانستان د خلکو او په ټاکنو کې د ښکېلو ټولو خواوو د ډاډ لپاره یو ځل بیا په ټينګار سره وایو چې یوازې هغه رایې منل کېږي چې بایومتریکي اساس ولري او له لایحو او طرزالعملونو سره سمې وي.

ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د ابتدايي پایلو د اعلان د ځنډېدو لاملونه یو ځل بیا هم د رسنیو پر وړاندې په ډاګه کړ هغې وویل، په لومړیو کې یوازې په ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو نشت، له دستګاوو نه عمومي سرور ته د بایومتریکي مالوماتو پر وخت نه لېږدولو ستونز وې چې پایلې له ځنډ سره مخ کړې.

خو زیاتوي، چې له دغو ستونزو وروسته نورې عمده ستونزې هم منځ ته راغلي دي چې یوه یې هم د درملوګ قراردادي کمپنۍ د جواز د وخت پوره کېدو وه، ورسره د یو شمېر ټاکنیزو ټیمونو د څارونکو نیوکې، د کمیسیون د ولایتي دفترونو د دروازو تړل او د درملوک کمپنۍ لخوا د رایه ورکوونکو د تحلیل او تجزیه شوو مالوماتو ناوخته رسېدل وو چې له سختو ستونزو سره یې مخ کړي دي.

د نورستانۍ پر وینا د ټاکنیز مهالوېش د رعایت لپاره دوی په پوره توګه هڅه کړې ده، خو د ځینو ستونزو له امله بیاهم ډیره اندېښنه شته لري چې ښایي لومړنۍ پایلې پر ټاکلې نېټه د لړم پر ۲۳ مه اعلان نه شي.

Your SEO optimized title page contents