fbpx

ټاکل شوې زر تنه افغان کارګران اماراتو ته ولاړ شي

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ نومبر ۲۰۱۹ – ټاکل شوې ده چې دغه زر تنه افغان کارګران به د افعانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري متحده عربي امارتو ته د کار کولو په موخه ولېږل شي.

د یاد وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي ویلي، چې دوی د افغان حکومت په هڅو او همکاریو په پلان کې لري چې ۱۰۰۰ تنه افغان کاریګر د اماراتو په لور ولېږي څو له غربت خلاس شي او په یاد هېواد کې کار ترسره کړي.

د نوموړي په خبره یاد وزارت په دې وروستیو کې په دې هڅه کې دی چې قطر، ترکیې او سعودي عرب هېوادونو ته له افغانستانه کاریګر ورولېږي او د کار زمینه هم ورته هلته برابره کړي.

دوی زیاتوي، چې د یاد وزارت مسوولین له ډیره وخته د دریو هېوادونو له مشرانو سره په په تماس کې دي چې په نږدې راتلونکې کې به د یوې هوکړې له مخې دریواړو هېوادونو ته افغان کارګران ولیږي.

په ورته وخت کې څو ورځې وړاندې هم د کډوالو چارو او راستنېدونکو چار وزیر عالمي بلخي خبر ورکړی وو چې ترکیه په لسګونه زره افغان کارګرانو ته په قانوني ډول د کار زمینه برابروي.

بلخي هغه مهال ډاډ ورکړی و چې په ترکیه کې د لسګونه زره کډوالو لپاره قانوني فرصتونو د برابرولو په تړاو د ترکیې هېواد سره موافقه په وروستي پړاو کې قرار لري چې ډیر ژر به ورسره هوکړه لیک لاسلیک شي.

بلخي وایي، د ترکیې هېواد له افغان حکومت سره په اصولو کې دا خبره منلې ده او زیاتوي، چې دا ژمنه افغان کډوالو ته په ترکیه کې د قانوني کاري فرصتونو د برابرولو لپاره د ډیرو هڅو او کوښښونو په ترڅ کې شوې ده.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې په دې برخه کې به یوه ځانګړې اعلامیه په نږدې وخت کې هم چمتو او خپره شي چې په نتیجه کې به یې ګڼ شمېر افغانانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

په ترکیه کې شاوخوا څلویښت زره افغان کډوال اسناد نه لري، دوی په غیرقانوني لارو ترکیې هېواد ته تللي دي چې اوس هلته له سختو ستونزو سره مخ شوي دې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ورځ تر بلې د لوړېدا په حال کې ده.

نا امني، اداري فساد او دغه راز د لازمو پالیسیو او د کاري اسانتیاوو نه شتون له امله په افغانستان کې د بېکارۍ او بېوزلۍ د پراختیا مهم لاملونه ښودل شوي دی.

د یادولو ده دا مهال په افعانستان کې تر دوه میلیونه ډیر کسان له بې روزګارۍ سر ټکوي او یاهم په سمه توګه ورته د کار زمینه نه ده برابره شوې.

Your SEO optimized title page contents