fbpx

ولسمشر: طالب قومندانان د بین الافغاني مذاکراتو پیل لپاره خوشې شول

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ نومبر ۲۰۱۹ – ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي توګه د طالب انس حقاني په ګډون ،د دریو مهم طالب قومندانانو او دوه امریکایي استادانو د تبادلې خبر ورکړ.

د د دغې تبادلې د خبر په اړه د شپې ناوخته په رسنیو کې د سرچینو له مخې خبرونه خپاره شوي وو، خو نن د ورځې په اوږدو کې افغان ولسمشر ملت ته د وینا پر مهال ومنله چې انس حقاني او دوه نور لوړ پوړي طالبان یې په مشروط ډول د امریکایي استادانو سره تبادله کړي دي.

د ولسمشر غني پر وینا د دې پرېکړې له مخې به د امریکايي پوهنتون له استادانو سره به انس حقاني او د سراج الدین حقاني ماما مالي خان ځدران او د طالبانو د قطر دفتر د غړي محمد نبي عمري ورور قاري عبدالرشید عمري تبادله شي.

د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۶ کال د اګست د میاشتې په اتمه نېټه د افغانستان امریکایي پوهنتون دغه دوه تنه استادان هر یو Timothy John Weeks د استرالیا اوسېدونکی او بل یې Kevin King د امریکا تبعه وو چې هغه مهال د طالبانو له لوري له کابله تښتول شوي وو اوس د یوې تبادلې له مخې به بېرته راخوشې شي.

ولسمشر د وینا پر مهال وویل، د دغو دوو بهرنیو استادانو خوشې کېدل له طالبانو سره په غیرمستقیمو مذاکراتو کې زموږ د اساسي غوښتنو یوه برخه وه چې وشوه، ترڅو د دې استادانو کورنیو او اړوندو هیوادونو ته دا ډاډ ورکړو هغوی چې د علم او دانش د ترویج په خاطر زموږ هیواد ته راځي، هرکلی او درناوی کوو

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، له افغان حکومت سره دا مهال د وسله والو طالبانو ۱۱ زره نور بندیان هم شته دي چې حکومت ورسره د اسلام، نړیوالو او افغانستان د قوانینو او انساني حقونو په چوکاټ کې چلند کوي.

ولسمشر زیاتوي، چې د افغانستان د حکومت چلند له طالب زندانیانو سره هیڅ وخت فردي، سلیقوي او یاهم د غچ اخیستنې پر حس استوار نه دی.

خو نوموړي داهم وویل په هغه صورت کې که طالبان د افغانانو په وژنه ټینګار وکړي او یو ځل بیا د خپلو بهرنیو او پردیو د ګټو د ملاتړ په خاطر د افغانستان خلک قرباني کړي، له همغه ځواب سره به مخامخ شي چې په ۱۳۹۸ کال کې ورسره مخ شول.

د یادولو ده بلخوا ځیني سرچینې بیا وایی، چې ممکن په نږدې راتلونکې کې به د افغان حکومت او د طالبانو د مذاکراتي ټیم ترمنځ هم د سولې خبرې پیل شي.

Your SEO optimized title page contents