fbpx

پرمختګ ! پکتيا د ۹۷ روزلو ښځينه ښوونکو څېښتنه شوه

خبریال وېبپاڼه/ ۱۲ نومبر ۲۰۱۹ – د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، چې نن د دې ولایت له عالي دارالمعلمین څخه ۹۷ تنه انجونې د ښوونې او روزنې په برخه کې له دوه کلنو زده کړو بشپړولو وروسته فارغې شوې.

نن د دې لسګونه تنه انجونو د فراغت په مراسمو کې د دې ولایت د دارالمعلین رئیس فضل الرحمن طارق وویل چې د ښوونې او روزنې په برخه کې د تدریسي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې د دوی د هڅو په نتیجه کې یادې ۹۷ تنه نجونې فارغې شوي دي.

د پکتیا د خلکو پر وینا د دغو نجونو د فراغت سره سم به په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو د کمښت ستونزې یو څه راکمې شي او دوی به وکولی شي چې د زده کړو په بهیر کې د پکتیاوالو انجونو شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او د ښه راتلونکې لپاره به ګامونه واخلي.

ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو د کمښت ستونزې ته په کتو سره په دې مراسمو کې د دارالمعلمین مسوولینو ډاډ ورکړ چې د دې ښوونکو د فراغت ترڅنګ یې د یونیسیف په مالي همکارۍ هم د ګېټ په نوم د ښځینه زده کړیالانو د روزنې برنامه په مرکز ګردېز او یو شمېر ولسوالیو کې پیل کړې ده چې د هغې نجونو د فراغت سره سم به په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو شمېر زیات شي.

په ورته مهال د دې ولایت د پوهنې رئیس هم وایي، چې د نجونو په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو د کمښت له کبله د زیاتولو په هڅو بوخت دی چې له همدې امله به د ننیو فارغو نجونو او د ګېټ برنامې له فراغت وروسته ټولې په ښوونځیو کې په دندو وګماري.

د پکتیا ولسي خلک هم وایي، چې سږ کال د نوي تعليمي کال په رارسېد سره دوی هغه ماشومان (انجونې او هلکان) چې ښوونځيو ته د تګ عمر یې پوره کړی و، د هغوی او هېواد د ښې راتلونکې په خاطر په ښوونځيو کې شامل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ولایت کې له عصري زده کړو ترڅنګ ښځینه وو ته حرفوي زده کړې هم د یو شمېر تعلیمي بنسټونو له لورې ورکول کېږي، چې په دې وروستیو کې د نجونو د زده کړو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

د حرفوي زده کړو څخه تېر کال هم تر ۱۰۰ زیاتې ښځېنه غړې فارغې شوې وې او د یادو بنسټونو له لورې ورته د ژوند په چارو کې مهم سهولتونه هم برابر شوي وو چې دا مهال له همدغو مهارتونو په ګټې اخیستنې سره یې د ورځني ژوند ډیرې ستونزې حل کړې دي.

د یادولو ده چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د پکتيا د پوهنې بهیر کیفيت ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده چې خلک ترې له همدې امله خوښ دي.

Your SEO optimized title page contents