fbpx

زه، پنجشیر او د احمدشاه مسعود کیسې

خبریال پنجشیر ۱۳ نومبر ۲۰۱۹ – په پنجشیر کې هستانې مېلمستون ته ولاړه غرمه ورسېدم. تنده مې په بوتلي اوبو ماته وه، خو لوږه مې ورو ورو له کابو‌کېدو ووتله.

د غره په لمنه کې له بهر څخه خاورین، خو دننه یو کلاسیک مېلمستون ته دننه شوم، زه او بهرني ملګري مې په لومړي ځل دې سیمې ته ورغلي وو. دلته د احمدشاه مسعود یا په بله اصطلاح د آمر صاحب احمدشاه مسعود پلویان، پخواني ملګري او ځینې ځوانان راته انتظار وو، د پنجشیر له دود سره سم يې په لاجوردي چایناکو کې د شیدو چای او پیروۍ پر مېز راته کېښودل، رښتیا هم دا لوښي او وطني ناشته پر خړ لرګین مېز ښکلي ښکارېدل.

دا مېلمستون د احمدشاه مسعود هغه دفتر و چې کلونه يې له دغه ځایه د افغانستان د جګړې حکمونه او امرونه ورکول. هستانه د احمدشاه مسعود له مقبرې او له دویم جنګي دفتر څخه شاوخوا ۱۰ کیلو متره واټن لري.

د احمدشا مسعود قبر ښکلی، زرین (Modern constriction) په معیار جوړ شوی او د لويې ګمبزې په چت کې يې لاجورد او طلا کارول شوې ده. شاوخوا ښه پراخ د تفريح واړه واړه پارکونه لري، د ودانیو پر دېوالونو یو څو سرېښ شويو پوسټرونو باندې د احمدشاه مسعود قولونه او ویناوې په پښتو او دري ژبو لیکل شوي وو.

د هغه د قوماندې مرکز یا د هغه د پلویانو په وینا (د قهرمان ملي) د دفتر خاورین دېوالونه، مېزونه، لرګینې کړکۍ، پراخ خټین جوړښت، چې په دوبي یې خونې یخې او په ژمي کې یې ګرمې ساتي، يا ښايي په دې موخه يې دېوالونه پراخ جوړ شوي وي چې د کارتوسو او توپو پر مهال مقابله وکړي.

د غره پر لمنه دغه له سکون څخه ډک استوګنځی، تیکه تیکه شوي ټانګونه، دېوالونه، کړکۍ هر څه اوس هم د احمدشاه مسعود د ګڼو امرونو شاهدان دي.
دلته له ما سره تللي ملګري (سام بلاک، ریچارډ، او کریم او…) د ودانۍ ساده، خو خوندور جوړښت ته ګوته پر غاښ وو.

د احمدشاه مسعود ملګری تر ټولو نږدې ملګري او مجاهد (عبدالله انس) سپېڅلي برېښي او هغه د احمدشاه مسعود کیسې کوي. نوموړي یوه حیرانونکې خبره راته وکړه، ویې ویل:
“امر صاحب مسعود هېڅکله او په هر حالت کې هم لمونځ نه قضا کاوه، هغه کله هم له خپل مخالف سره په تونده لهجه خبرې نه کولې، له خپلو قومندانانو سره خورا صمیمي و، بهرني ژورنالېستان به چې ده ته راتلل، همېشه به يې په خپل څنګ کې ګرځول، هغه یو وطندوست او ځيرک انسان و.”

نوموړي زياته کړه: “د کابل د جګړې پر مهال له ګلبدین حکمتیار سره د مخابرې د مکالمې پر مهال خندنی، خو په خوږه لهجه يې وویل راشئ یو ځل بیا مجاهدین شو او د دغه ملت د ساتنې لپاره کار وکړو، نه دا چې په خپل منځ کې سره ووژنو.”

له دغو خبرو ور اېخوا د پنجشیر بازارک ته ولاړم، په بازارک کې مې له بېلابېلو خلکو سره لیده کاته وشول، په پنجشیر کې خلک موټر تېز چلوي، خو عمومي سړک يې کمبری او بې کیفیته جوړ دی، په دغه ولایت کې د تګ پر مهال یوازې درې شیان ډېر لیدلی شئ، لکه د روسانو د وخت جنګي ویجاړ شوي ټانګونه، د شمالي ټلوالې تور، شین او سپین بیرغ او د احمدشاه مسعود عکسونه.

زړه‌‌بوږنوونکې دا وه چې د احمدشاه مسعود په نامه موقف، پیسې او لوی منسبونه، ګڼو تاجکو افغانانو ترلاسه کړي، پنجشیر همداسې له نظره لوېدلی ولایت دی، لکه د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال چې کندهار او د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د کابل په ګاونډ کې پروت لوګر ولایت چې له بیارغونې پاتې دي.

د پنجشیر خلک غریب، خو سپېڅلي دي. زما دغه سفر زما هغه تصور بدل کړ چې ټولو پنجشيریانو ته به لنډغر ویل کېدل. هر قوم خپل لنډغر لري، خو زه ډاډه ویلای شم چې ټول پنجشيريان لنډغر، نه بلکې ډېر سپېڅلي هم لري.

هغه دوستانو يا د ټولو پنجشيريانو مخالفينو ته وړانديز کوم چې يو ځل پنجشير ته لاړ شي؛ البته که بيا یې هم فکر بدل نشو، نو بيا جلا خبره ده.

زه ډاډه يم چې ځینې دوستان به زما په اړه هم ډول ډول فکرونه وکړي، خو رښتيا رښتيا دي چې نه ټول پنجشيريان لنډغر دي او نه هم پنجشير ته هغه کار شوی، څومره چې یې په اړه په رسنيو کې ډنډورې غږول کېږي.
پای

لیکوال: عزیز احمد تسل

Your SEO optimized title page contents