fbpx

د پوهان صديق الله رښتين د زوکړې سلمه کليزه !

خبريال وېپباڼه/ کابل ٢٠١٩ نومبر ١٣ – د ليکوال او څيړونکی پوهاند صديق الله رښتين د زوکړې سلمه کليزه پوره شوه . ارواښاد صديق رښتين پښتو ژبې ته نه هيرودنکي خدمتونه کړي،چې پښتانه به يې هيڅکله هېر نه کړي.
ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين په ۱۲۹۸لمريز کال
د ننګرهارولايت د مومندو په غازي آباد کلي د مرحوم مولوي تاج محمد ((مهتمم)) په روحاني اومنوره کورنۍکې دې دنياته سترگي روڼي کړې . پوهاند رښتين  لا ډير وړوکی و چې د پلار د مهر او محبت سيورۍ يې له سره کم سو. د ده مور دهغه روزنې ته زياته پاملرنه وکړه د هغې برکت و چې د او د ده ورڼو ښوونې اوتعليم ته مخه کړه. هغه په وړکتوب کښې په خصوصي ډول لومړنۍ مذهبي  زده کړئ په خپل کور کې تر سره کړې .له لومړنيو د يني زده کړو وروسته په ۱۳۱۱لمريز کال د ننگرهار د هډې په نجم المدارس مدرسه کښې شامل شو،په دغه مدرسه کې تر درې کاله تيريدو وروسته په ۱۳۱۵لمريز کال د کابل په دارالعلوم کې داخل او هلته يي زده کړه وکړه .

د پوهاند صديق الله رښتين لور زرغونه زيور وايې چې پلار يې له دينې زده کړو.بغير کومې عصري زدکړې نه وې کړي، خو د اخبارونو او کتابونو له لوستلو وروسته يې په پښتو ژبه کې پراخه مطالعه پيل کړه، او پښتو ژبې ته يې ډير قيمتي اثار په ميرث پريښوده.
اغلې زيور وايې چې د پلار له خولې يې اوريدلي وو چې کابل ته له تګ وروسته هغه وخت د پښتو ژبې د ليکوالې احساس ورته پيدا شو چې په سرک روان وو او د يوه پښتو لېک په لېدو يې.په زړه کې له پښتو ليکوالي سره مېنه پيدا شوه.او د دې ژبې د بډاينې لپاره يې کار وکړ.

د اغلې زيور په وينا: ارواښاد رښتين په ۱۳۱۸لمريز کال له کابل دارالعلوم  څخه د متوسطې د دورې اعلی شهادتنامه تر لاسه کړه او د همدغه کال د سنبلي د مياشتي په لومړۍ ورځ د ادبي چمن او پښتو ټولني کې غړيتوب واخيست. د ۱۳۲۰ لمريز کال دزمري (اسد) په مياشت کې د پښتو ټولنې د قواعدو د څانگي مدير وټاکل سو ،يو کال وروسته د (حمل) په مياشت کښې د پکتيا د((وړانگی د جريدې )) لومړۍ مؤسيس او چلوونکۍو،د همدي کال د ثور په مياشت کې ئې د پښتو ټولني مرستيال کفيل ،د لغتونو او قواعدو دڅانگي دمدير دنده يي پر مخ وړه .

په ۱۳۲۲کال د پښتو دايرت المعارف د ژباړو د څانگي د مشر په توگه وټاکل سو ،په ۱۳۲۶کال د ميزان په مياشت کښي د فراه په ولايت کښي د((سيستان)) د جريدې مؤ سيس او لومړۍ خپرونکی و،يو کال وروسته د سنبلې په مياشت کښي د پښتو ټولني  مرستيال او د پښتو دارت المعارف امر وټاکل سو . د ۱۳۲۹کال د زمري په مياشت کښي يې پر پورته ويل سوو دندو د((هيواد )) اخبار چلوونکی وو او له دغې دندې سره يوځاي ئي دادبياتو په پوهنځۍ کښي محصلينو ته د تدريس چاري پر مخ بيولې او هلته استادو.په ۱۳۳۰کال د پښتو ټولني لوي مدير مقررسو،او په ۱۳۳۱ کال د((زيري)) داخبارددوهمي دورې مؤسيس و،د ۱۳۳۴ کال د حمل په مياشت کې د پښتو ټولني دمشر او وروسته بياد ۱۳۳۵کال په پيل کې د ښووني وزارت پښتو مشاور اود ادبياتو د پوهنځۍ داستادۍ رسمي دنده ور وسپارل سوې وه ، چې همدا دنده يي تر۱۳۳۶کال پوري سرته ورسول .  په ۱۳۵۲کال يي د تقاعد پاڼه تر لاسه کړه ؛ هغه  د ژوند تر ورستيو سلگيو پورې بيادولتي دنده سرته نه ده رسولې او نه يې هم د کوم دولتي نشراتي ارگان سره د ليکني مرسته کړېده . پوهاند رښتين  پر رسمي هڅو سر بيره يو شمير مطبوعاتي او فرهنگې دندي هم تر سره کړې دي ، د بيلگي په توگه هغه په ۱۳۲۸ –  ۱۳۲۹ کال کښي د شپې لخوا د کابل راډيو ديوي ځانگړي خپرونې د چلوونکې په توگه کارکړيدۍ همدا ډول له ۱۳۳۳نه تر ۱۳۳۷ کال پوري دماذديگر لخوا په کابل راډيوکې د يوې ځانگړي خپروني د پښتو کميټي غړۍ و او بياد۱۳۳۶نه تر ۱۳۴۰کال پوري دکابل راډيو درنگارنگ خپرونو د چلوونکی دنده په غاړه لرل؛د۱۳۴۳ نه تر ۱۳۴۸کال پوري ئې دکابل راډيو د ادب دوږمو پروگرام پر مخ  بيوه . پوهاند رښتين  صاحب د يو لړ علمي او ادبي  ليکنو او خپرولو وروسته په ستاين ليکونو او نښانو نوسره لما نځل سوئ دی ،خداي بخښلي رښتين صاحب  تر۱۵ زياتي مختلفي جايزې  تر لاسه کړې دي. د ارواښاد رښتين مورنۍ ژبه پښتو وه ولې په دری ، اردواو عربي ژبو ئي هم يو شمېر اثارليکلي او همدا ډول ئې له عربي او اردوژبې  نه زيات شميراثار ژباړلي دي .

تر اوسه  د مرحوم پوهاند صديق  الله رښتين ۲۶۵ رسالې او کتابونه چاپ سوی دي ،رښتين صاحب د خپل عمر په اوږدوکې په يو شمير بهرنيو اوکورنيو علمی ، ادبی محفلونو، غونډو اوکنفرانسونوکي برخه اخيستې ده ،استاد د نړۍ ځينو هيوادو لکه پخواني شوروي اتحاد ،ايران،مصر ،هندوستان، او پيښور ته هم کاری  سفرونه کړدي .

اغلې زرغونه زيور داهم وايې چې د پلار (ارواښاد رښتين )ځينې ناچاپ اثار د مجاهدينو په اړه کوړه کې له منځه ولاړل او ورک شول.

روح يې ښاد ځاي پيرودس شه!!!
ليکوال : ع – د

Your SEO optimized title page contents