fbpx

د افغان ملې لوبډلې د سر په سر ماتو علت څه ده

خبريال وېبپاڼه کابل/ ۱۳ نومبر ۲۰۱۹ – افغان کرکيټ ملې لوبډله په نړۍ کې له هغو لوبډلو شميرل کيږي چې په ډير کم وخت کي يې بې څاری پرمختګ وکړ او د نړۍ والو پام يې ځانته راواړوه.

دغې لوبډلې په بې څارې پرمختګونو او بريا وو سره د کرېکټ نړيواله شورا (I C C) دې ته مجبوره کړه چې بشپړ غړيتوب ورکړي. او د دې بشپړ غړيتوب پواسطه افغان لوبډلې د ټېسټ ياپنځه ورځنې کرېکټ څښتنه شوه. او دې ته ورته له نورو امتيازونه څخه هم برخمنه شوه ، چې اوس مهال د نړۍ له لس غوره لوبډلو څخه شميرل کيږي.
افغان ملې لوبډله په نړيوله درجه بندې کې په شل اوريزو لوبو کې په ٨ نمبر او په يوه ورځنۍ او ټېسټ لوبو کې په ١٠ مقام لري.
چې له سريلانګا، بنګله ديش، ايرلنډ، او سکاټلنډ لوبډلو څخه مخکي ده.

خو پوښته دا ده چې ولې افغان ملې لوبډله له دومره اوږده مزله وروسته په شا را روانه ده؟ ولې سر په سر له ماتو سره مخ کيږي.
علت يې څه ده؟ کوم داسې څه دي چې د افغان لوبډلې د بريا مخه نیسي؟

په اړه يې افغان کرکټر او د کرکيټ چارو کار پو هارون حکيم زی وايې: ددې ناکاميو او شاته راتګ اصلي لامل د کرکټ بورډ په مشرۍ کې ادلون بدلون دی چې په افغان کورنې کرکيټ او ملې لوبډلې ډير بد اغيز کړی دی.

نوموړی زياتوي چې له عاطف مشعل وروسته د عزيزالله فضلي او اوسنې کرکټ بورډ مشر فرهان يوسفزي راتګ نه يوازې دا چې افغان کرکټ له بحران څخه وژغوري بلکې په خپله د لويو بحرانونو سبب شوي.کرکټ بورډ او کرکټ يې په سمتونو ويشلي په کرکټ بورډ کې ملوک الوطوافي روانه ده، په ملې لوبډلې کې د انتخاب معيار لياقت او استعداد نه دی بلکي د سمې او زون له مخې ټاکل کيږي.

هارون حکم زي په خپلو خبرو کې د غوراوي يا سليکشن کمېټې ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د افغان لوبډلې په ټولو ماتو او ناکميو کې د دې کمېټې لاس دی ځکه دا کمېټه ده چې لوبډله جوړوي ، لوبغاړي ټاکې، او د راتلونکو لوبو سرنويشت ټاکې.
دی وایې چې دا کمېټه د څو محدود خلکو په ميراث رسيدلې ده او يوازې خپل خپلوان يې په لوبډله کې اخيستې دي. ښاغلی حکم زی وايې چې په افغانستان کې ډير داسې لوبغاړي شته که وخت ورکړل شې کولای شې افغان لوبډله له دې خراب حالت څخه و باسې.

بل خوا بيا د کرکټ چارو شنونکي دا هم وايې نه يوازې دا چې د کرکيټ بورډ په رهبرۍ کې ستونزي شته بلکې په خپله د لوبغاړو تر منځ هم ځنې ستونزي ددې لامل شوی چې لوبډله له سختو ماتو سره مخ شې.دوی وايې ځنې کليدي لوبغاړي کوښښ کوي چې په افغان کرکټ بورډ خپل راج وچلوي او خپلې غوښتنې پرې ومنې.

همداراز که کرکټ بورډ وغواړي چې يوه ښه او وړ لوبډله ولري نو د روابطو پر ځای دي وړتيا په پام کې ونيسي.
نبي ، راشد او اصغر دي مجازات شي ؛ او د دې دريو واړو لوبغاړو پرځای دي نوي لوبغاړي واخيستل شي.

نبي او راشد چې د پرديو ليګونو لپاره ځلېدونکي لوبغاړي دي او د افعانستان لپاره لوبه نه کوي په کاردي د پرديو ليګونو لپاره ان او سي يعني اجازت نامه ور نه کول شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هغه مهال ملي لوبډله کېدای شي چې پر افغانستان مين کپتان ولري او د يارانو او ملګرتياوو پرځای ملي ګټي په پام کې ونيسي او لوبدله وټاکي.

ع – د

Your SEO optimized title page contents