fbpx

روهيت شرما په همدې ورځ کوم ريکارډ جوړ کړی و؟

خبریال ډاټ کام/۱۳ نومبر ۲۰۱۹- د هند کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکي روهيت شرما په همدې ورځ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په یو ورځنیو لوبو کې تاریخي ریکارډ جوړ کړی و،چې تر ننه کوم لوبغاړي ندی مات کړی. نوموړي په یوازې ځان ۲۶۴ منډې جوړې کړي وې.

روهیت شرما چې د سریلانکا خلاف په څلورمه يو ورځنۍ سيالۍ کې یې لوبه کوله. لومړۍ په څلورو منډو يې کيچ ډراپ شو. او وروسته يې په سريلانکايي توپ اچوونکو برید پيل کړ او ۲۶۴ منډې يې جوړې کړلې.

نوموړي ددغه زیاتو منډو په جوړولو سره د خپل ټیم پخواني ملګري ویرينډر سيهواک ریکارډ هم مات کړ.

سیهواک په ۲۰۱۱ کال کې د ويسټ انډيز خلاف په يو ورځنۍ سيالۍ کې په يوازې ځان ۲۱۹ منډې جوړې کړي وې او دا ریکارډ تر ډيره ناماتیدونکی پاتي شوی و. هغه مهال نوموړی په نړۍ کې لومړی لوبغاړی و چې په یوه لوبه کې ډيرې منډې جوړوي.

روهیت شرما يوازینی لوبغاړی دی چې پنځوس اوریز پارمټ سيالیو کې درې غبرګې سلیزې هم لري. نوموړي په لومړي ځل غبرګه سلیزه په ۲۰۱۳ کال کې د اسټرالیا خلاف بنګلور ښار کې جوړه کړه چې ۲۰۹ منډې يې جوړې کړي. بیا يې دوهمه غبرګه سلیزه په ۲۰۱۷ کال کې د سریلانکا خلاف جوړه کړه او ۲۰۸ منډې یې وکړې.

کریکټ نړيوالې شورا هم پخپل ټويټ کې د روهیت شرما د هغه پخوانی کارکردګۍ يادونه کړې ده.

لیکلي يې دي: (( په همدې ورځ په ۲۰۱۴ کال کې روهیت شرما په يو ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډيرې منډې جوړې کړي وې.سریلانکا لپاره دا ښه نه وه چې هغه يې په ۴ منډو ډراپ کړی و.))

په ياده لوبه کې د روهیت شرما د ښکلي توپ وهنې په مټ هندۍ لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځيدو سره په پنځوس اورونو کې ۴۰۴ منډې جوړې کړي وې.

په مقابل کې يې سریلانکايۍ لوبډله په ۲۵۱ منډو سوځيدلي وه، چې هندوستان لوبډلې د ۱۵۳ منډو په توپير ستره بریا خپله کړي وه.

 هندوستان لوبډلې په ياد سيريز کې د پنځه په صفر سریلانکا لوبډله کلین سويپ کړي وه.

د يادولو وړ ده چې روهیت شرما په یو ورځنیو پارمټ کې د هند لپاره يو بهترین لوبغاړی شمیرل کيږي او نوموړي پدې وروستيو کې په ټیسټ کریکټ سيالیو کې هم خپله وړتیا ښودلي ده.

۳۲ کلن روهيت شرما په ټيسټ کریکټ کې دوه زره ۱۱۴ منډې لري.په يو ورځنیو لوبو کې اته زره شپږ سوه ۸۶ منډې لري. او همداشان په شل اوریزو سيالیو کې دوه زره پنځه سوه ۳۹ منډې لري.

روهيت شرما چې د بنګله دېش خلاف شل اوریزو سيالیو کې یې د لوبډلې مشري په غاړه لرله.نوموړی به د بنګله دېش خلاف په دوو ټیسټ لوبو کې هم راښکاره شي.

د هند او بنګله دېش ترمنځ د دوو ټيسټ لوبه لړۍ، لومړی لوبه د پنج شنبې په ورځ پيلیږي.

Your SEO optimized title page contents