fbpx

نيکولاس پوران د بال توږونې له کبله بندیز سره مخ شو

خبریال ډاټ کام/۱۳ نومبر ۲۰۱۹- د ويسټ انډيز کریکټ ملي لوبډلې پياوړی توپ وهونکی نيکولاس پوران د بال توږونې يا ګرونې له کبله د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د څلورو شل اوریزو سيالیو له بنديز سره مخ شو.

 کریکټ نړیوالې شورا په وينا چې نيکولاس پوران د تیرې دوشنبې په ورځ د افغانستان خلاف په وروستۍ او دريمې يو ورځنۍ سيالۍ کې د توپ حالت ته تغیر یا زیان رسولی دی.

نیکولاس پوران د کریکټ نړیوالې شورا د دوهم فصل د څوارلسمې فقرې قانون مادې څخه د سرغړونې له کبله د لوبو د بندیز سره مخ شوی دی. په ياد قانون کې د بال توږونه/ګرونه د کریکټ نړیوالې شورا د اصولو خلاف سرغړونه او جرم شميرل کیږي.

د يادولو وړ ده چې نیکولاس پوران وروسته له هغې د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د څلورو شل اوریزو سيالیو له بندیز سره مخ شو، چې د افغانستان خلاف دریمې يو ورځنۍ سيالۍ کې يې ځينې تصويرونه او ويډيوګانې خپارې شوې، چې په هغې کې نوموړی ښکاري چې د ښې لاس د غټې ګوتې د نوک په واسطه د  توپ څرمنې يا سطحې ته زيان رسوي.

پخپله نیکولاس پوران هم خپله تيروتنه منلي ده او نور يې پدې اړه څه ندي ويلي.

 د کریکټ نړیوالې شورا د بندیز وروسته به نوموړی ونشي کولای چې د افغانستان خلاف په درې شل اوریزو سيالیو او همداشان د هندوستان خلاف د درې شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې برخه واخلي.

نیکولاس پوران ته د سرغړونې له کبله د سزا پنځه پوینټونه هم ورکړل شول.

د یادولو وړ ده چې افغانستان کريکټ ملي لوبډله د ويسټ انډيز لخوا په درې پنځوس اوریزو سيالیو کې بشپړه توګه ناکامه او کلین سويپ شوه.

ویسټ انډيز دا په پنځو کالونو کې لومړۍ ځل و، چې په يو ورځنیو لوبو سيریز کې بریا خپلوي. او همداشان د ۲۰۱۱ کال راپدیخوا يې بیا لومړۍ ځل و چې د خپل هيواد بهر په سيریز کې بریا خپلوي.

افغانستان بیا د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام څخه راپدیخوا ترسره کړل شوو دوولس يو ورځنیو سيالیو کې یوه لوبه هم نده ګټلې او سر په سر يې دوولس لوبې بایللي دي او لا هم معلومه نده چې دغه بدترین ریکارډ به تر کومه دوام وکړي.

په شل اوریزو سيالیو کې افغانستان بیا په دوولس ترسره کړل شوو لوبو کې يوازې دوه بایللي او نورې ټولې یې ګټلي دي.

یو ورځنیو لوبو سیریز بایللو وروسته افغانستان په شل اوریز پارمټ سيالیو کې له ویسټ انډيز سره سبا خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

ټاکل شوي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د درې شل لوبو لړۍ، لومړۍ لوبه به سبا ماښام د افغانستان په وخت شپږ بجې په  لکنو ښار کې ترسره شي.

Your SEO optimized title page contents