fbpx

مافیایي لوبډله به په شل اوریزو سیالیو کې بری راوړي؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ نومبر ۲۰۱۹ – سبا ماښام شپږ بجې د افغانستان مافیاوي لوبډله د ویسټ انډیز خلاف د دریو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیلوي چې تر دې وړاندې یې په دریو پنځوس اوریزو سیالیو کې په پرله پسې توګه ماتې ومنلې او افغانستان یې په ټوله کې له ۱۳ مې پرله پسې ماتې سره مخ کړ چې په نړیواله کچه یې وخوړه.

مونږ داسې معلومات هم ترلاسه کړي دي چې د سبانۍ لوبې لپاره د لوبډلې مرستیال لوبډلمشر اصغر افغان یو ځل بیا غواړي چې خپل ورو کریم جنت ته د نورو ملګرو لوبغاړو سره یو ځای په لوبډله کې ځای ورکړي، دغه راز لوبډلمشر راشد خان او محمد نبي هم په دې بوخت دي چې په سبانۍ لوبه کې څه ډول خپلو ملګرو او هغه چاته ځای ورکړي چې د مافیا غړي دي چې د دوی په خوښه لوبې ترسره کوي، نه د افغانستان لپاره.

خلک وایي، د ویسټ انډیز خلاف د دریواړو فارمټونو سیالیو لپاره جوړې شوې لوبډلې هم د روابطو په اساس ټاکل شوې دي نه د وړتیا او اړتیا په اساس چې پایلې هم مونږ په دریو مسلسلو ماتو سره ولیدلې چې له امله یې د افغانستان نوم ته لوی زیان وا وښت .

افغانستان د ویسټ انډیز خلاف په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د اووه ویکټو په توپیر ماتې ومنله، دغه راز یې دوهمه سیالي د ۴۷ منډو په توپیر بایلوده چې له دغو دووه ماتو وروسته یې دریمه سیالي هم د پنځو ویکټو په توپیر بایلوده، چې د دې ماتې سره د مسلسل ماتو په ریکارډ کې افغانستان خپلې پرله پسې ماتې تر دولسو پورې ورسولې.

د افغانستان د غوراوي کمېټې له لوري د ویسټ انډیز خلاف د سفر وړاندې د لوبډلو په انتخاب کې ناسم سلېکشن شوی وو، چې له همدې کبله یې پرله پسې ماتې وخوړې چې له ډلې د افغانستان کلاسېک لوبغاړی حشمت الله شهیدي، نورعلي ځدراڼ، منیر احمد کاکړ، ځوان نجات مسعود او ځیني نور حقداره لوبغاړي له دغې سیریز څخه په کور پاتې شوي وو.

نورعلي ځدراڼ د افغانستان هغه لوبغاړی دی چې په شپږیزه لیګ کې تر ټولو ډیرې منډې وکړې، ورسره ځوان نجات مسعود بیا د توپ اچوونکو په ډله کې تر ټولو ډیر لوبغاړي سوځولي وو. او حشمت الله شهیدي بیا هغه لوبغاړی وو چې په تېر ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې درې نیمه سلیزې د سختو توپ اچوونکو پر وړاندې ووهلې خو بیاهم د ناسم مدیریت له کبله په کور کې پاتې شو.

خو د دوی په ځواب کې د افغانستان د غوراوي کمېټه داسې دلیلونه وړاندې کوي چې دوی ګواکې د هر فارمټ لپاره بیلابیل لوبغاړي د کارکردګیو په اساس او د کنډېشن مطابق انتخاب کړي دي، خو په حقیقت کې هغو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی چې نه وړتیا او نه هم استعداد د ملي لوبډلې لري بلکې د ملګرتیا په اساس راغلی دی.

محمد نبي، راشد خان، اصغر افغان ورسره یې ډلې په تېر نړیوال جام کې هم د ګلبدین په لوبډلمشرۍ لوبې نه کولې
بلکې په روغ لاس یې د سیالیو په بایللو کې مهم رول لوبولی وو چې په نتیجه کې یوازې د افغانستان نوم ته زیان واوښت ، خو د نړیوال جام وروسته بیاهم د کرکټ مافیا ګلبدین نایب له لوبډلمشرۍ وغورځوه او پر ځای یې راشد خان وټاکه چې په دې سره د ملي لوبډلې حالت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

د کرکټ ملي لوبډله له بد حالت څخه د ژغورلو په برخه کې د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی او اجرایه رئیس لطف الله ستانکزی هم پاتې راغلي دي، ویل کېږي چې دواړه د تجربه ناکو لوبغاړو د فشار لاندې دي او له ویرې پټه خوله ناست دي او په کرکټ بورډ کې د دې قوي مافیا مهم غړي هم شمېرل کېږي.

Your SEO optimized title page contents