fbpx

اروپایي ټولنه: سولې ته دې دواړه لوري لېوالتیا وښيي

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ نومبر ۱۲۰۱۹ – د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا ویلي، سولې ته باید دواړه لوري لېوالتیا وښيې، څو روان بحران ته د پای ټکی کېښودل شي او په افغانستان کې د روانو هڅو په نتیجه کې د تل لپاره سوله راشي.

نوموړي نن په پلازمېنه کابل کې د یو خونړي موټر بم برید وروسته په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي” چې هغه داسې فکر کاوه چې وسله وال طالبان به د طالب لوړ پوړو قومندانانو له خوشې کېدلو وروسته اوربند ته ورته کار باندې ښه هرکلی ووایي، خو داسې ونه شوه او د ماشومانو په ګډون یې نن ګڼ شمېر ملیکان ووژل.

هغه زیاتوي، سولې ته دواړه لوري باید لېوالتیا وښيې نه داچې په جګړو لاس پورې کړي. او د بریدونو له لارې ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله واړولي چې دا به د سولې په روانه پروسه بده اغېزه وکړي.

په کابل کې نننی خونړی برید په داسې حال کې کېږي چې پرون افغان حکومت د انس حقاني په ګډون درې مهم طالب بندیان له زندانه زاد کړل او زیاته یې کړه چې دا یې په مشروطي بڼه خوشې کړي دي.

د طالب بندیانو د ازادیدو په اړه پرون په ارګ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې رسمآ خبر ورکړ هغه وویل، چې درې طالبان یې له دوه امریکایي استادانو سره تبادله کړي دي.

ولسمشر غني هغه مهال په غونډه کې وویل، د دغو دوو بهرنیو استادانو خوشې کېدل له طالبانو سره په غیر مستقیمو مذاکراتو کې زمونږ د اساسي غوښتنو یوه برخه وه چې څرګنده شوه.

نوموړی زیاتوي، چې د افغان حکومت سره دا مهال د وسله والو طالبانو ۱۱ زره نور بندیان هم شتون لري چې حکومت ورسره د اسلام، نړیوالو او د افغانستان د قوانینو او انساني حقوقو په چوکاټ کې چلند کوي.

د ولسمشر پر وینا چې د افغانستان د حکومت چلند له طالب زندانیانو سره هیڅ وخت فردي، سلیقوياو یاهم د غچ اخیستنې په معنا نه دی.

بلخوا ځیني سرچینې وایی، چې ممکن په نږدې راتلونکې کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي چې له دغو خبرو وړاندې به دا تبادله یو څه ښه اغېزه وکړي.

د کابل په ننني برید کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې تر اوسه یې کومې وسله والې ډلې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د یادولو ده ارګ هم په یاده پېښه باندې خواشیني ښودلې ده او ویلي دي چې د دښمن دغه ډول وحشیانه اعمال به سولې، هوساینې او پرمختګ ته د رسېدو لپاره زمونږ د ملت اراده کمزورې نه کړي.

Your SEO optimized title page contents